ماشوم له ۷ پوړه له لوېدو وروسته روغ رمټ دی

ماشوم د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ماشوم پر یوه کنګل رالوېدلی دی.

د ترکیې خبري رسنیو ویلي چې په دغه هېواد کې یو ماشوم له اووم پوړ رالوېدلې، خو هېڅ زیان ورته نه دی رسېدلی.

خبري رسنیو ویلي چې ددغه ماشوم عمر ایله دوه کاله دی.

دوی وايي چې سربېره ټپی شوی، خو نور روغ رمټ دی.

سرچینې وايي، چې ماشوم پر کنګل رالوېدلی دی.

ډاکټرانو ویلي چې د ماشوم روغتیايي حالت هېڅ د اندېښنې وړ نه دی، خو یو څو ورځې باید په روغتون کې پاتې شي.

د ماشوم مور چې د لوېدو پرمهال پخلنځي کې بوخته وه، وايي کله یې چې ګاونډیانو ماشوم کور ته وروړ چې له اووم پوړه لوېدلې دی، هک پک پاتې شوه.

د ماشوم مور ویلي چې بلا وه، برکت یې نه و.

ورته مطالب