''بحرین کې لاهم بشري سرغړونې کېږي''

بحرین د انځور حقوق AFP
Image caption په پام کې ده چې بحرین کې د 'فارموړله ون' د ګاډو سیالۍ وشي.

د بښنې نړیوال سازمان امنسټې انټرنشل وايي، بحرین بشري حقونو ته د درناوي په ژمنو کې پاتې راغلی دي.

دغه سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، دوی ته لا تراوسه د زورونو او نورو سرغړونو راپورونه رسېږي.

سازمان وايي، د بحرین امنیتي ځواکونه د لاریونو پرضد په پراخه کچه زور کاروي او پرته له عادلانه محاکمې نه یې ګڼ شمیر خلک زنداني کړي دي، چې تراوسه نه دي ازاد شوي.

امنستي انټرنېشنل یا د بښنې نړیوال سازمان وايي لاهم له بحرین د شکنجې راپورونه ورکول کېږي.

په داسې حال کې چې بحرین د "فارمولا ون" د ګاډو سیالیو ته چمتووالی نسي، دغه سازمان خبرداری ورکړی چې "هېڅوک هم دا نه شي ویلی چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې نه شته."

په منځني ختيځ او شمالي افریقا کې د بښنې نړیوال سازمان مدیرې حسیبه حاج صحراوي ویلي "د بحرین اصلاحات سطحي بڼه لري."

د ویلو ده چې تېر کال د بحرین په اړدوړ او ګډوډيو کې لږترلږه ۴۰ کسان ووژل شول او ۱۶۰۰ نور ونیول شول.

حسیبه زیاتوي "چارواکي د هېواد د یوه داسې تصویر وړاندې کولو هڅه کوي چې د اصلاحاتو په درشل کې دی، خو موږ لاهم داسې راپورونه لرو چې خلک کړول شوي او له اندازې ډېر زور د مظاهرو پروړاندې کارول شوی دی."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ویلو ده چې تېر کال د بحرین په اړدوړ او ګډوډيو کې لږترلږه ۴۰ کسان ووژل شول او ۱۶۰۰ نور ونیول شول.

سازمان په خپل راپور کې کاږي، چې یو شمېر بندیانو ته سخت جسمي کړاو ورکړل شوی، چې په دوی کې د حسن په نامه یو اتلس کلن زلمی هم دی، چې په تېر جنوري کې نیول شوی و.

د تښتولو ګواښ

د حسن له قوله دغه سازمان ویلي، چې ګني هغه د ۱۱ ساعتونو لپاره پر پښو درول کېدو ته اړ شوی، پر پښو وهل شوی، په اوبو کې اچول شوی او د تښتولو ګواښ ورته شوی.

سازمان وايي، لاهم ګڼ بندیان له محاکمې پرته په زندان کې دي، او هېڅ برخلیک نه نه مالومېږي.

ورته مطالب