له اسماء اسد د تاوتریخوالي درولو غوښتنه وشوه

اسماء اسد د انځور حقوق
Image caption اسماء اسد په برتانیا کې زیږېدلې ده.

د برتانوي ورځپاڼې ډيلي تیلیګراف خبریال بارني هنډرسن لیکلي چې د سوري دکتاتور "بشارالاسد" له ښځې اسماء اسد د دوو دپلوماتانو ښځو غوښتي چې خپل میړه د تاوتریخوالي ختمولو ته وهڅوي.

په ملګرو ملتونو کې د برتانیا او جرمني د سفیرانو ښځو ویلي، هغه وېدیو خپروي، چې په کې وايي: "اسماء اسد، په تا څه وشول؟"

په برتانیا کې زیږېدلې اسماء اسد ته شیلا د برتانوي سفیر ښځې لیال ګرانټ او جرمني سفیر ښځې هوبرتا ویلي چې "د خپل ولس لپاره له سولې سره ودرېږه. له ولسي وژنې د خپل میړه لاسونه ونیسه."

په دې ویدیو کې دا هم راغلي چې "ځینې ښځې پر خپلو کالیو پام کوي، او ځینې نورې بیا پر خپلو ولسونو."

د ملګرو ملتونو یوه رابور ویلي، چې په سوریه کې د واکمن نظام پرضد مظاهرو کې لږترلږه نهه زره کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب