په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان د پوځ مشر وايي سياچين دې ناپوځي شي

Image caption داسې ښکاری چې د سياچين پېښې له هند سره د شخړې په اړه د پاکستان پوځ مشران په سوج کې بدلون راوستی وي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني وړانديز کړی چې هند او پاکستان بايد د کشمير په لوړو غرونو کې د سياچين له کنګليني سيمې ووځي چې د دواړو خواوو ترمنځ پرې د ولکې ټينګونې سيالي ده.

ده دغه خبرې له دغې کنګليني سيمې سره څېرمه يوې پوځي اډې ته له ورتلو ورسته کولې.

تېره اوونۍ په همدې سيمه کې څه د پاسه ۱۳۹ کسان چې ۱۲۵ تنه يې پاکستان سرتېري وو، د واورې ښويېدو پېښه کې ووژل شول.

دغه سيمه چې د نړۍ د جګړې تر ټولو لوړه سيمه بلل کېږي، د هند او پاکستان زرګونه پوځيان په کې مېشت دي، چې تر دې دمه د نښتو په پرتله ډېر په کې د چاپېريال او هوا سختو شرايطو له امله مړه شوي دي.

جنرال کياني پاکستان او هند وهڅول چې د مځکنيو لانجو د حل لپاره خبرې پيل کړي. ده وويل "دا وايم دغه شخړه بايد حل شي، خو څنګه؟ دواړه هېوادونه يې بايد په اړه خبرې وکړي، په دې اړه څو پړاوه خبرې شوې. مسالې بايد بايد حل شي."

داسې ښکاري چې د سياچين وروستۍ پېښې له هند سره د لسيزو اوږدې شخړې په اړه د پاکستان پوځي مشرانو په سوچ کې بدلون ته لار هواره کړې ده.

دسياچين پېښې په پاکستان کې د پوځي لګښتونو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې دي. جنرال کياني په خپلو خبرو کې د پوځي لګښتونو کمونې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل "د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله ييز ژوندډېر مهم دی، چې له مخې يې هر څوک بيا کولی شي د خلکو پر ښېګڼو پام راغونډ کړي، دا مهمه ده. نو موږ به وغواړو چې پر دفاعي چارو لګښتونه کم کړو؟په بشپړ ډول! خبره همداسې ده"

د پاکستان د پوځ مشر زياته کړه هند هم دې ته وباله چې د پوځي لګښتونو کمونې پر لار ګام واخلي. ده وويل "هر هېواد بايد رښتيا هم همداسې وکړي. لا ډېر پام بايد د خلکو پر ښېګڼو راغونډ شي. خبره په طبيعي ډول همداسې ده چې هېڅ توپير به کې نه شته."

کشمير له ۱۹۴۷ کال راهيسې د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی دی.

د دغې سيمې پر سر د ډيپلوماټيک او سياسي حل ناکامۍ هند او پاکستان دوه ځله په جګړه کې ښکېل کړي دي.