روسيې له افغانستانه د ناټو وتلو ته شرط وړاندې کړ

د انځور حقوق AP
Image caption ناټو غواړي چې په روسيه کې يو هوايي ډگر ولري چې افغانستان ته د سامان الاتو د ليږد راليږد لپاره ترې کار واخلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير په برسلز کې د ناټو او روسيې تر يوې غونډې وروسته وويل بهرني ځواکونه دې له افغانستانه تر هغه وروسته ووځي چې افغانان خپله د خپل امنيت په ساتلو بريالي شي.

د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوورف ويلي مسکو له افغانستان نه د ناټو ځواکونه د وتلو پر مهال د دغه هيواد د حالت په اړه جدي انديښنه لري.

د روسیې د بهرينو چارو وزير په برسلز کې د ناټو او روسيې تر منځ له يوې غونډې وروسته ژورنالیستانو ته وويل:

"له بده مرغه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له ټولو هڅو سره سره هم له افغانستان نه د مخدره توکو د قاچاق او ترهګرۍ خطر نه دی کم شوی. موږ له هغه هيواده د ناټو ځواکونو د وتلو له ټاکل شوې نيټې وروسته د هغه ځاى د حالاتو په اړه ډير انديښمن يو."

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د ناټو ځواکونو تر وتلو مخته د شرايطو د برابريدو غوښتنه وکړه او ويې ويل:

"موږ په دې باور لرو چې د بهرنيو ځواکونو ايستل بايد په افغانستان کې د افغان ځواکونو د قوت پيدا کيدلو له خبرې سره همغږى وي چې په دې توگه افغان ځواکونه خپله د خپل هيواد د حالاتو د کنترول توان ولري او له سخت دريځو ډلو او د مخدره توکو د قاچاق له مجرمينو سره مقابله وکولاى شي"

ناټو اوس له روسيې سره په دې تر ډيره جوړه شوې چې افغانستان ته او له افغانستان څخه د خپلو اکمالاتو لپاره په هغه هيواد کې يوه اډه ترلاسه کړي.

روسي استازي په خپله خاوره ناټو ته د دغې ترانزيتي لارې په ورکړه اندېښمن دي.

ناټو غواړي چې په روسيه کې يو هوايي ډگر ولري چې افغانستان ته د سامان الاتو د ليږد راليږد لپاره ترې کار واخلي.

د اپريل په ١١ مه نېټه د روسيې ملي شورا ته په وينا کې ولادمير پوتين د خپل ولس اندېښنو ته د ځواب په توگه پر ناټو او د افغانستان پر وضعې خبرې وکړې.

ښاغلي پوتين ناټو د سړې جگړې پاتې شونې وبلله خو په افغانستان کې ثبات يې د روسيې د ملي گټو لپاره مهم وگاڼۀ.

دۀ وويل "ناټو او لويديځ په افغانستان کې شته خداى دې يې توفيق ورکړي او پريږدئ چې هغوى هلته کار د ثبات په برخه کې وکړي. "

ولسمشر پوتين وويل موږ په افغانستان کې د حالاتو کنترول غوره بولو او دا نه غواړو چې زموږ سرتيري له تاجکستان سره د افغانستان په پوله په جگړه کې ښکېل وي.

روسي مشر زياته کړه دوى غواړي له ناټو سره د افغانستان د ثبات په برخه کې مرسته وکړي.

ورته مطالب