اسلام اباد سره نژدې سپرلۍ وړونکې الوتکه لوېدلې ده

اسلام اباد د انځور حقوق AP
Image caption الوتکه د يوۀ خصوصي هوايي شرکت وه چې د اسلام اباد هوايي ډگر ته نژدې ولويدله

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه رپوټونه وايي چې له کراچۍ دغه ښار ته تلونکې يوه سپرلۍ وړونکې الوتکه لويدلې ده.

الوتکه د يوۀ خصوصي هوايي شرکت، بوجا، وه چې د چارواکو په وینا په کې ټوله ۱۲۷ سپرلۍ وژل شوې ده.

د پلازمېنې اسلام اباد د پراختیایي ادارې مشر فرخند اقبال وايي، د الوتکې د مالوماتو بکس موندل شوی دی:

''زموږ کسانو د چورلکې مالوماتي یا توربکس موندلی او موږ به یې اړوندو چارواکو ته وسپارو، خدای مهرابانه دی. دوی به پلتڼه وکړي، چې په دغه الوتکه کې تر لویدو څو شیبې وړاندې څه پیښه شوي وو. خدای مهربانه دی، ټول مالومات به په دې بکس کې موجود وي او موږ به یې اړونده چارواکو ته وسپارو.''

الوتکه بوينگ ٧۳٧ ډوله وه او تر نهه کارکوونکي يا د الوتکې عمله هم و.

عيني شاهدانو د بي بي سي پښتو څانگې همکار طاهر خان ته ويلي چې الوتکه پر کورونو لويدلې ده.

د پېښې انځوریز راپور وګورﺉ

دوى وايي په کورونو اور پورې شوى دى خو دا معلومه نه ده چې په کورونو کې هم څوک وژل شوي دي که نه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په الوتکه کې د وژل شوو خپلوان اسلام اباد ته رسېدلي دي.

عيني شاهدان دا هم وايي چې د الوتکې د لويدا په سيمه کې شاوخوا مړي پراتۀ دي او داسې نه ښکاري چې څوک به په کې ژوندى پاتې شوى وي.

له اسلام اباد سره نژدې د چکلالې په پوځي هوايي ډگر کې بيړنى حالت اعلان شوى.

په ٢٠١٠ کال کې هم د پاکستان د يوۀ خصوصي هوايي شرکت سپرلۍ وړونکې الوتکه له اسلام اباد سره لويدلې وه.

هغه الوتکه د ايير بلو په نامه هوايي شرکت وه چې له کراچۍ اسلام اباد ته تله.

هغې الوتکې کې ١٥٢ کسان سپارۀ و او د خرابې هوا له امله اسلام اباد ته نژدې لويدلې وه.

ورته مطالب