بان کي مون سوريې ته نور څاروونکي غواړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بان کي مون هم د هغه هېواد چارواکي پر دې وغندل چې د ويجاړ شوي بشري حالت غم يې سم نه دى خوړلى.

د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون د حالاتو له ناڅرگندتيا سره سره له امنيت شورا نه غواړي چې سوريې ته د لا ډېرو څارونکو استول ومني.

ښاغلي بان لږ وروسته تر هغه چې ملگرو ملتو له دمشق سره د څارونکو د کار د تنظيم په اړه موافقه لاسليک کړه، دا څرگندونې کولې.

د تاوتريخوالي له اوږدېدو سره سره سرمنشي ويلي چې سوريې ته د نورو څارونکو چټک استول ښايي د سولې په راوستلو کې گټور پرېوزي.

هغه ومنله چې خطرونه شته او د سوريې د حکومت پر بشپړې همکارۍ يې ټينگار درلود.

دمشق اوس د څارونکو د کاري شرطونو او په دې ډله کې د هغوى د تگ راتگ د آزادۍ په اړه د عمومي چوکاټ تړون منلى، خو د هوايي ملاتړ مهمه مساله لا هم غوڅه شوې نه ده.

د امنيت شورا ځينې غړي لکه روسيه غواړي چې په چټکۍ سره د څارونکو د ډېرلو چاره پيل شي.

نور يې لکه امريکا غواړي لومړى وويني چې آيا حکومت ورغلي څارونکي خپل کار ته سم پرېږدي او که نه.

امريکا خورا شکونه لري چې همداسې به کېږي ځکه چې دمشق د پوځي عملياتو د بندولو په اړه خپلې ژمنې پوره نه کړې.

بان کي مون هم د هغه هېواد چارواکي پر دې وغندل چې د ويجاړ شوي بشري حالت غم يې سم نه دى خوړلى.

سرمنشي وويل چې د بې وسلې څارونکو شمېر به گام په گام د اوونيو په اوږدو کې شرايطو ته په پام سره پراخېږي او دا به اوس په دې پورې اړه لري چې دواړاه لوري تر کومه بريده هغه اوربند پلى کوي چې دوى يې د څار لپاره ور استول شوي دي.

خو داسې نظريه هم شته چې د نورو نړيوالو څارونکو استول ښايي په سيمه کې د سياسي خوځښت د اړولو له لارې پخپله پر کړکېچ هم اغېز پرېباسي.

ورته مطالب