د بحرین مظاهره کوونکي 'F1' سیالۍ نه غواړي

بحرین د انځور حقوق AFP
Image caption په دې وروستیو کې ددغو سیالیو د لغوه کولو نړیوال او سیمه ییز غږونه پورته شوي.

د بحرین پلازمېنې ماناما او فارمولا- ون يا د موټر ځغلولو د سيالۍ ځای ته د مرمۍ ضد موټر استول شوي دي.

دغه موټر پر داسې مهال استول کیږي، چې د یکشنې ورځې د موټر ځغلولو د لانجمنو سیالیو پر سر د حکومت ضد لاریونونه دوام لري.

عیني شاهدان وايي، د جمعې په ورځ لاریونیانو پر پولیسو د پټرولي بمونو ګزارونه وکړل، چې پولیسو یې په ځواب کې اوښلن غاز په مظاهره کونکوو وپاشه.

فعالان وايي، د موټر ځغلونې دغه سیالۍ ځکه د لاریونیانو قهر راپارولی، چې د بحرین له سلطنتي کورنۍ سره نژدې اړیکې لري.

راپورونه وايي، چې د بحرین امنیتي ځواکونو د منامې په واټونو کې لسګونه زغره وال ګاډي ځای پرځای کړي دي.

دغه ګاډي د فارمولا – ون ګاډو ځغلونې د سیالیو ضد مظاهره کوونکو د اړدوړ د مخنیوي لپاره خواره شوي دي.

"د غصې ورځې"

د انځور حقوق PA
Image caption د ګاډو ځغلونې د سیالیو ضد مظاهرو کې ښځو او نارینه وو دواړو ګډون کړی.

قهرېدلو مظاهره کوونکو درې ورځې د "غصې ورځو" په نامه یادې کړې، او ګاډو ځغلونې سیمې "صخر" ته پر تلونکو ځینو لارو یې اغزن تارونه لګولي دي.

په دې وروستیو کې ددغو سیالیو د لغوه کولو نړیوال او سیمه ییز غږونه پورته شوي.

په دې لړ کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې لاهم بحرین کې بشرضد سرغړونې دوام لري.

خو د بحرین د رسنیو د استازو ویاند فهد البینالي دا تورونه رد کړي او وايي چې "باید پر دې حقیقت سترګې پټې نه کړو چې موږ د اصلاحاتو په برخه کې ګامونه اخیستي او اخلو یې، دا ادعا هم باید ونه کړو چې هېڅ اصلاحات نه دي راغلي، هېواد کې د بشري حقونو سرغړونو خبره سمه نه ده."

ورته مطالب