فرانسويان خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي

د انځور حقوق AP
Image caption په فرانسه کې نظر پوښتنه وايي چې د انتخاباتو په هر پړاو کې به بری د ښاغلي هولاند په برخه وي.

د يکشنبې (اپريل ۲۲) به فرانسوي ولس د رايو مرکزونو ته ځي چې د هغه هيواد راتلونکی ولسمشر وټاکي.

د فرانسې د قانون له مخې تر ټاکنو يوه ورځ د مخه ټاکنيزې منډې ترړې پاى ته رسيږي او کانديدان نه شي کولاى خپلو پلويانو ته ويناوې وکړي.

د فرانسې په ولسشمريزو ټاکنو کې پنځه کانديان ولاړ دي چې مخکښه يې اوسنی ولسمشر نيکولا سارکوزی په دویم نمبر کې د سويالست گوند مشر فرانسوا هولاند، د ښي اړخي افراطي گوند مشره مغي لوپين دريم او د کيڼ اړخي جبهې مشر ژان لوک ميلان شا څلورم ځاى لري.

په فرانسه کې مېشت د سياسي چارو شنونکى ډاکتر اکبر وردگ وايي نظر پوښتنې ښيي چې، د ښاغيلو سارکوزي او هولاند تر منځ سخته سيالي روانه ده، او ښايي انتخابات دویم پړاو ته ورسېږي.

داسې نښې هم شته چې په هرو څلورو کسانو کې يوه يې هم تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې چا ته به رایه ورکوي.

په ټاکنيزومندو تړو کې د اقتصاد موضوع ډېره توده ده.

ښاغلي سارکوزي خبر دارى ورکړى چې که چېرې د هغه سيال هولاند ټاکنې وگټي نو ښايي د هيواد اقتصاد ته زيان ورسوي.

ښاغلي سارکوزي وويل موږ بايد تل پر پخپل اقتصاد نظر وساتو او د هغو ستونزو چې زموږ گاونډی هيواد اسپانیا ورسره مخامخ ده مخه ونیسو:

"کله چې موږ د بودجې په کسر، لگښتونو او پورونو کې سپما اورو نو فرانسه به له هغسې برخليک سره مخامخ شي چې اوس اسپانیا ور سره لاس او گرېوان ده".

د ولسمشر سارکوزي په حکومت کې د بې کارۍ کچه ١٠ فيصده ده خو مخکښه کانديدانو ژمنه کړې چې په بوديجه کې به کسر له مينځه يوسي خو ښاغلي هولاند دا خبره روښانه کړې ده چې که بريالى شي نو په لگښتونو کې کموالی او اقتصادي وده به د ده له لومړيتوبونو څخه وي.

د بهرني سايست په برخه کې هم د ښاغلي سارکوزي او هولاند د دريځونو تر منځ لوى توپير شته.

سره له دې چې په فرانسه کې هر نظر پوښتنه وايي چې د انتخاباتو په هر پړاو کې به بری د ښاغلي هولاند په برخه وي خو خپله ښاغلی هولاند وايي دا هله شونې ده چې په زيات شمير خلک د رايو مرکزونو ته ولاړ شي.

ورته مطالب