د استرالیا د پارلمان ریس د جنسي تېري په تور لیرې شو

ښاغلی سلیپر د انځور حقوق
Image caption د ۶۲ کلن سلیپر دنده د لنډمهال لپاره د هغه مرستیال د کارګر ګوند استازي انا برک ته ورکول کېږي.

پر ښاغلي سلیپر، چې واده لري، تور پوری شوی، چې د خپل دفتر له یوه پخواني کارکوونکي سره یې جنسي اړیکې درلودې.

پر هغه دا تور هم لګول شوی، د ټکسي موټرو له عمومي خدماتو یې ناوړه اخیستې ده.

خو ښاغلي ښاغلي سلیپر پر ځان ګلیدلي تورونه رد کړي دي.

اوس له ښاغلي سلیپر پولیس پوښتنې کوي.

خبریالان وايي، دا قضیه د لومړۍ وزیرې جولیا ګیلارد د حکومت د ړنګېدا لپاره ممکنه ګواښ کېدای شي.

د پارلمان مخکني غړي جیمز اشبي، چې د همجنس بازانو له ډلې دی، د جنسي اړیکي په تړاو، د ښاغلي سلیپر پرضد حقوقي فعالیت پیل کړی دی.

ښاغلی سلیپیر تازه له یوه بهرني سفره تر ستنېدا وروسته یوه ویناپاڼه خپره کړې چې په "ټینګار" یې پرې لګول شوي تورونه رد کړي دي.

نوموړي ویلي:

"دواړه ادعاګانې ناسمې دي، او د مدني قانون له مخې باید وڅېړل شي. زه په دې باور یم او د ځان لپاره دا یو افتخار ګڼم چې ددغو تورونو تر سپیناوي پورې د پارلمان د مشرۍ له دندې لاس په سر شم. "

"کله چې دا خبره سپینه شي چې دوی په ناحقه دي، زه به بېرته خپلې دندې ته راستون شم. "

د ۶۲ کلن سلیپر دنده د لنډمهال لپاره د هغه مرستیال د کارګر ګوند استازي انا برک ته ورکول کېږي.

ښاغلی سلیپر د ۲۰۱۱ په نومبر کې د پارلمان رییس شو.

ورته مطالب