پاکستان د الوتکو تفتیش پیل کړی دی

چوهدري احمد مختار د انځور حقوق
Image caption د پاکستان دفاع وزیر چوهدري احمد مختار ویلي، تر هغه به د خصوصي هوايي شرکتونو الوتنو ته اجازه ورنه کړي، چې د ټولو معاینه بشپړه شوې نه وي.

په پاکستان کې د هوايي چلند چارواکو د دې هېواد د ټولو شخصي هوايي شرکتونو د الوتکو د ساتنې په تړاو نوې پلټنه پیل کړې ده.

دوی یوه ورځ وروسته تر هغه دا چاره پیلوي چې له اسلام آباد سره نژدې یوه الوتکه راوغورځېده او ۱۲۷ تنه سورلې په کې ووژل شوې.

د بوجا هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله مسافر وړونکې الوتکه له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روانه وه، چې اسلام اباد هوايي ډګر ته څېرمه راولوېده.

له تېرو دوو کلونو راهیسې دا دوهمه ورته پېښه ده چې په پاکستان کې رامنځ ته کېږي.

د تېرې یکشنبې پر ورځ د پېښې د ځینو قربانیانو فاتحه په کراچۍ کې واخیستل شوه.

اوس پاکستاني چارواکو د بوجا د هوايي شرکت له مشر پوښتنې ګروېږنې پیل کړې، چې ولې دا پېښه رامنځ ته شوه.

د لوېدلې الوتکې د معلوماتو تور بکس تر موندل کېدا وروسته پلټونکو ته استول شوی دی.

خوندي پوښتنې

مفتشین وايي چې د سوداګریزو الوتکو شاهین او ایر بلو شرکتونو الوتکې به هم بیا له سره وګوري.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند چارواکي پرویز جورج بي بي سي ته ویلي چې شپږ میاشتې وړاندې د پاکستان ملکي هوايي شرکت پي آی اې ازموینه پیل شوې ده.

ښاغلی جورج زیاتوي چې "ددفاع وزیر د ټولو خصوصي هوايي شرکتونو د تفتیش امر کړی دی. ټول خصوصي هوايي شرکتونه باید بیا له سره وکتل شي."

د پاکستان دفاع وزیر چوهدري احمد مختار ویلي، تر هغه به د خصوصي هوايي شرکتونو الوتنو ته اجازه ورنه کړي، چې د ټولو معاینه بشپړه شوې نه وي.

د انځور حقوق
Image caption پاکستان له پي آی اې د الوتکو معاینه پیل کړې ده.

خبریالان وايي، ځینې خلک د پاکستان له لوري د یوه خوندي هوايي سیستم په تړاو د معاینې د خوندي پوښتنو په اړه شک لري.

په دې وروستیو کلونو کې دا دویم ځل دی چې پاکستان کې د لوېدو خونړۍ پېښه رامنځ ته کېږي.

د ۲۰۱۰ کال په جولای کې هم د پاکستان د ایر بلو هوايي شرکت اې ۳۲۱ ډوله الوتکه اسلام اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه ولوېده، چې لږترلږه ۱۵۲ کسان په کې ووژل شول.

بوجا د پاکستان یو کوچنی سوداګریز هوايي شرکت دی، چې په ۱۹۹۳ کال یې کورنۍ الوتنې پیل کړې دي.

په ۲۰۰۱ کال ددغه شرکت فعالیتونه د یو لړ مالي ستونزو له کبله وځنډول شول، خو بیا وروسته یې بېرته پیل کړل.

ورته مطالب