''اروپا کې له مسلمانانو سره سخت توپیري چلند کېږي''

مسلمانې مېرمنې د انځور حقوق Reuters
Image caption د بښني نړیوال سازمان وايي چې اروپا کې د مسلمانو ښځو پر حجاب نیوکې کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي په اروپا کې له هغو مسلمانانو سره سخت توپیري چلند کېږي، چې د خپلې عقیدې او مذهبي لارښوونو ملاتړ او پلوي کوي.

دغه سازمان په یوه تازه خپاره شوي راپور کې له اروپايي دولتونو غوښتي چې له مسلمانانو سره له ناوړه کړنو او توپیري چلند ډډه وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې مسلمانان د خپلو دودیزو کالیو په اغوستلو ځورول کېږي، او د کار او زده کړې په لارو کې خنډونه ورته جوړېږي.

همدا راز راپور کاږي چې مسلمانې ښځې د حجاب له کبله ځورول کېږي او سختې نیوکې ورباندې کېږي.

د بښنې د نړیوال سازمان یوه غړي مارکوپرولیني ویلي "ځینې وخت مسلمانو ښځو ته کارونه نه ورکول کېږي او یا مسلمانې نجونې ښوونځیو ته له تګ بې برخې کېږي، یوازې له دې کبله چې دوی خپل دودیز کالي اغوندي. ځینې کسان له دې کبله له کاره ایستل کېږي چې ګني ږیرې لري."

اروپا کې مسلمانان

په اروپا کې مسلمانان د وګړو ۷.۲ سلنه جوړوي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، پر اسلام ایمان لرل او مذهبي لارښوونې عملي کول یوازې د مسلمانانو کلتور دی.

د فرانسې د مسلمانانو په اړه د یوې نظرپوښتنې له مخې، ۴۱ مسلمانانو ویلي چې پر دیني شعایرو عمل کوي، او ۲۲ سلنې بیا خپل ځانونه په اصل کې مسلمانان بللي دي.

ورته مطالب