چینایی ناراضه د امریکا سفارت 'خوندي کړی'

چېن گوانگ چېنگ د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چېن گوانگ چېنگ همدلته په يوه ثبت شوي ويډيويي فلم کې مخامخ پر صدراعظم وېن جياباو چې په مشرانو کې تر آزاد خيالى بلل کېږي، غږ کړى دى.

امریکا مېشتي د د بشري حقونو"چینا اېډ" سازمان ویلي چې چینایی فعال چېن ګوانګ چېنګ له کوره له تشتېدو وروسته بېجینګ کې د امریکا د سفارت د سفارت تر څارنې لاندې دی.

دغه سازمان ویلي چې " د ښاغلي چېن ګوانګ چېنګ نژدې ملګرو راته ویلي چې اوس د چینايي او امریکايي چارواکو ترمنځ د هغه په اړه په لوړه کچه خبرې روانې دي."

د چين نابينا سياسي ناراضي- چېن گوانگ چېنگ- د کور له نظربندۍ نه تر حيرانوونکې تېښتې وروسته، له مرکزي حکومته د عدالت غوښتنه کړې ده.

پلويان يې وايي ښاغلى چېن د بېجينگ په يوه خوندي ځاى کې دى خو نور جزييات يې ورنه کړل.

خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ددې له منلو انکار کړی چې نوموړی په کور کې له نظربندۍ تښتېدلی او په بېجینګ کې یې د امریکا په سفارت کې پناه غوښتې ده.

د نوموړي یوه همکار ویلي ښاغلی چېن چې ړوند دی ور سره مرسته شوې چې په شانګډونګ کې د خپل کور له دیواله واوړي او تېره دوشنبه د امریکا سفارت ته سپارل شوي و.

په یوه ویدیو کې چې انترنت ته استول شوې ښاغلي چېن په لومړي وزیر وېن ژیباو غږ کړی چې کورنۍ یې خوندي وساتي.

دی وایي چې ګوندي چارواکي باید د خپلو کړنو مسؤولیت ولري.

د بي بي سي خبريال چارلز سکنلن په دې اړه خپل رپوټ کې وايي:

د حکومت د مخالفينو په وينا، سل زړونه يې يو کړي او د ژغورنې دغه چاره يې ترسره کړې چې په ترڅ کې يې دغه نابينا ناراضي په يوه کليواله سيمه کې له خپل کور نه چې پټو پوليسو يې ساتنه کوله، په غلا ايستل شوى دى.

دى په موټر کې د کليو له منځه تېر شوى او بيا بل موټر ته خېژول شوى او په بيجينگ کې يوه ناښودلي ځاى ته وړل شوى دى.

چېن گوانگ چېنگ همدلته په يوه ثبت شوي ويډيويي فلم کې مخامخ پر صدراعظم وېن جياباو چې په مشرانو کې تر آزاد خيالى بلل کېږي، غږ کړى دى.

ښاغلى چېن وايي دى او مېرمن يې ځايي چارواکو وهلي او کړولي دي او غواړي وپوهېږي چې دا د حکومت تگلاره ده که څنگه.

ښايي دا د حکومت د مخالفينو لپاره يوه ټاکونکې شېبه وي.

له مشرتابه نه مخامخ پوښتل شوي چې آيا په هېواد کې عدالت تر لاسه کول شوني دي او که نه او څنگه چې اوس پر انټرنېټ د خواله سايټونه شته نو ددې هر څه پټول نور شوني نه دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دى چې په کوچنيوالي کې ړوند شوى، پخپله يې حقوق لوستي او د ځايي چارواکو د ډاروونو پر وړاندې درېدلى دى. پر ٢٠٠٦ کال ورته د څلورو کلو بند سزا ورکړ شوې وه او تر هغو چې خوشې کېده، په کور کې نظر بند و.

دا د چينايي مشرانو لپاره يو بل سر خوږى دى چې لا له مخکې نه د يوه سپک شوي گوندي مشر- بو ژيلاى پر سر ورته رسوايي جوړه شوې ده.

ښاغلى چېن په کور دننه او بهر پر دې چې د شانگدونگ په ختيځ ايالت کې يې په زور له ميندوار ښځو نه د ماشوم د ضايع کولو او خصي کولو خلاف مبارزه پيل کړې وه، مشهور شوى دى.

دى چې په کوچنيوالي کې ړوند شوى، پخپله يې حقوق لوستي او د ځايي چارواکو د ډاروونو پر وړاندې درېدلى دى. پر ٢٠٠٦ کال ورته د څلورو کلو بند سزا ورکړ شوې وه او تر هغو چې خوشې کېده، په کور کې نظر بند و.

ورته مطالب