هالنډی قاضي د چرسو کافیو ته د ورتګ مخالف دی

چرس د انځور حقوق
Image caption د هالنډ د چرس پلورونکو د اتحادیې ویاند مایکل وېلینګ بي بي سي ته وویل دا د دوی دعاید په سلو کې ۹۰ جوړوي.

په هالنډ کې یوه قاضي د حکومت د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې بهرني سیلانیان د چرس څکولو دکانونو (کافیو) ته ننوتو ته نه پرېږدي.

په هالنډ کې د سپکو نشه یي توکو د څکلو اجازه شته، خو اندېښنې د بهرنیو سیلانیانو په اړه دي چې هلته ورځي، ناقانونه چرس څکي او د هغو په سوداګرۍ کې ښکېل دي.

په پام کې ده چې دا بندیز راتلونکې اوونۍ د هیواد په درېو جنوبي ولایتونو کې پیل او د کال ترپایه په ټول هېواد کې عملي شي.

خو د دغو کافیو څښتن وایي چې دا قانون د بهرنیانو پرضد دی.

د قانون له مخې به د هالنډ اوسېدونکي کافیو ته ورتللی شي، خو هغوی به هم د هویت ځانګړي کارت ته اړتیا ولري.

په هالنډ کې شاو خوا ۷۰۰ داسې کافۍ یا دکانونه شته چې چرس پکې په ازاده توګه څکول کېږي.

هلته د چرسو پېر او پلور جنایي عمل نه ګڼل کېږي، خو قانوني هم نه دی.

پولیس معمولا تر ۵ ګرامو چرسو ته اجازه ورکوي خوله دې نه زیات جرم دی.

د دغو دکانونو یوه مدافع وکیل ویلي چې دوی به د دې پرېکړې پرضد اپیل کوي.

د هالنډ د چرس پلورونکو د اتحادیې ویاند مایکل وېلینګ بي بي سي ته وویل دا د دوی دعاید په سلو کې ۹۰ جوړوي.

له همدې امله به دوی ټول د دې پرضد اپيل کوي.

د انځور حقوق
Image caption د دغو دکانونو څښتن وایي که قضیه یې ونه ګټله نو دوی به د اروپایی ټولنې د بشري حقونو محکمې ته درومي.

د دوی په ګومان بله مساله داده چې که د هغوی پېرودونکي ثبت شي نو دوی به زړه نازړه وي ځکه که چېرې یو شی نا قانونه دی نو بیا یې څنګه رانیسئ.

د امستردام ښاروال هم د دې بندیز خلاف دی او وایي چې د ښار درې څلورمه برخه سیلانیان د چرس څکولو کافیو ته ورځي.

د دغو دکانونو څښتن وایي که قضیه یې ونه ګټله نو دوی به د اروپایی ټولنې د بشري حقونو محکمې ته درومي.

په تېر نومبر کې د ''ماستریخت'' ښار د چرسو کافیو ته د سیلانیانو په ورتګ بندیز ولګاوه خو دا بندیز له بلجیم او جرمني نه په ورغلو سیلانیانو عملي نه شو ځکه د مشتریانو زیاته برخه له همدغو هېوادونو ده.

ورته مطالب