اوکراین د مخکنۍ صدراعظمې محاکمه وځنډوله

یولیا تیماشېنکو د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تېماشېنکو وايي، چې د زندان ساتونکو وهلې ډبولې ده.

په پام کې وه چې د اوکراین د پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیماشېنکو محاکمه نن (شنبه/اپریل ۲۸) د خارکوف په ښار کې پيل شي، خو د نوموړې محاکمه د راتلونکې مۍ تر وروستیو پورې وځنډول شوه.

مېرمن تېماشېنکو تورنه ده چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې مالیه نه ده ورکړې او اوس له سیاسي واکه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور اووه کلن بند تېروي.

هغه محکمې ته په ګوښي ځان له ورتګه ډډه کوي او وایي چې د زندان ساتونکو وهلې ده.

لوېدیځو چارواکو ، په ځانګړې توګه جرمني له تیماشینکو سره د چلند په اړه په اوکراین سخته نیوکه کړې ده.

تیماشېنکو پرې لګول شوي تورونه ردوي او وايي چې د زندان د ساتونکو له خوا وهل شوې ډبول شوې ده.

لوېديځ چارواکي، په تېره بیا جرمنیان، پر اوکراین نیوکه له دې کبله سخته نیوکه کوي چې ګني له یولیا تیماشېنکو سره ناوړه چلند کېږي.

د تېرې جمعې پر ورځ د تیماشېنکو د پلرني ښار دنیبپربټروفسک شار په ګډون په یو شمېر سیمو کې چاودنو لږترږله ۲۷ کسان ژوبل کړل.

د تیماشېنکو پلویان وايي د اوکراین چارواکي په دې چاودنو کې لاس لري؛ ځکه چې په وینا یې دوی غواړي د هغې د محاکمه کولو د خلک پام واړوي.

خو حکومت بیا ددغو چاودنو پرړه پر "ترهګرو" اچولې ده.

ورته مطالب