چرگ، عصبي ناروغي او اته ميليونه تاوان

Image caption کې ايف سي شرکت وايي په دې پړيکړه له زړه خواشيني دي او استيناف محکمې ته به ځي.

دې شرکت ته دا خبردارى تر هغه وروسته ورکړل شو چې يوې نجلۍ له دغې مغازې نه چرګ اخیستی وه او له خوړلو وروسته يې په دماغي فالج اخته شوه.

مونيکا سمن نومې نجلۍ په ٢٠٠٥ کال کې په سدني کې د تیارو خوړو له شرکت نه په ډوډۍ کې پيچلې د چرګ غوښه اخیستې وه چې ويل کيږي د سالمونيلا په نامه زهرجن مواد يې درلودل.

له خوړو وروسته مونيکا ځای پر ځای کیناسته او له خبرو ولويده.

کې ايف سي شرکت وايي په دې پړيکړه له زړه خواشيني دي او استيناف محکمې ته به ځي.

د استراليا په نيو ساوت ويلز کې د سترې محکمې قاضي د نجلۍ کورنۍ ته د اته اعشاريه درې ميليونه استراليايي ډالرو تاوان فیصله تیره اوونۍ وکړه او ويې ويل چې کې ايف سي د ناروغې نجلۍ پر وړاندې خپله دنده په سمه نه ده تر سره کړې.

د دې کورنۍ مدافع وکيل جورج ولاهاکیس وويل د قاضي له پريکړې خوښ دي.

هغه وويل د مونیکا د مغزو زيامنيدل او د هغې بد معيوبیت د کورنۍ محدوده شتمني خلاصه کړې.

مونيکا اوس ځوانه ده او کورنۍ ته يې دا ډيره ګرانه ده چې ۲۴ ساعته د هغې پالنه وکړي او هم د نوموړې نور خويندې وروڼه وساتي.

مدافع وکیل زياته کړه چې د تاوان د ورکړې دغه امر ته ډيره اړتيا وه ځکه چې کې ايف سي تر اوسه غوښتل چې مونيکا بايد يوه روپۍ هم تر لاسه نه کړي.

کې ايف سي د يم په نامه ستر شرکت يوه برخه ده. د قاضي دې پريکړې دغه ستر شرکتونه حيرانه کړي او ټينګار کوي چې ثبوتونو دا نه ده ثابته کړې چې د مونيکا معيوبیت او عصبي ناروغي دې د دغه کمپنۍ د خوړو له امله وي. دوی وايي چې د پريکړې پر وړاندې به اپيل کوي.

د کې ايف سي کمپنۍ يوه مشر وويل چې موږ د مونيکا ناروغۍ او د هغې کورنۍ ته له زړه خواشيني يوو خو موږ د کې ايف سي پر وړاندې هم مسولیت لرو.

اې اي پي خبري اژانس وايي محکمې ته ويل شوي وه چې مونيکا شپږ مياشتې په کوما کې وه.

له هغې وروسته يې مور، پلار او ورور هم په نس ناستي او کانګو اخته شوي وه. خو هغوى اوس روغ دي.

د مونيکا مدافع وکيل محکمې ته وويل چې د ګڼې ګوڼې پر وخت به دغه هوټل پر ځمکه لويدلې د چرګ ټوټې بیرته را پورته کولې او پر مشتریانو به يې خرڅولې.

ورته مطالب