بې کاري په نړیواله کچه ډېره شوې ده

د انځور حقوق Getty
Image caption د کار نړیواله اداره د یوروګوای او برازیل په څېر هیوادونو ته اشاره کوي چې وایي د ښو کارونو په موندلو کې یې پانګونه کړې او عام خدمتونه یې ګټور دي.

د کار نړیوالې ادارې نن (دوشنبه) خپل کلنۍ رپوټ خپور کړ او د سږنۍ کال انځور یې خورا تت ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو دا اداره وایي، بې کاري په نړیواله کچه زیاته شوې او خبرداری ورکوي چې حالت په نژدې راتلونکي کې د ښه والي لورته نه ځي.

د کار نړیواله اداره په ځانګړې توګه په اروپا کې د روان حالت په اړه زیاته اندېښمنه ده.

د رپوټ په لیکنه هلته د سپما ګامونه بحران نه شي حلولی، بلکې لایې سختوي.

لکه چې د بي بي سي ایموجېن فوکس کاږي، د اروپا په لرو بر کې بې کاري په زیاتېدو ده، ځوانان په ځانګړې توګه په سختۍ دندې موندلی شي، په اسپانیا کې تر ۲۵ کلنۍ د ټیټو خلکو نیمایي بېکاره دي.

د کار نړیواله اداره په خپل نوي رپوټ کې هغه څه ګرموي چې دوی یې د سپما د ګامونو په اړه د اروپا تنګ پام بولي. د رپوټ لیکونکی رایموند تورېز وایي اروپا په دې ډول نه شي کولی د اقتصادي ودې په پرمختګ کې بریالۍ شي:

''سپما په یوازې ډول کار نه ورکوي. د دې نتیجه برعکس ده. سپما د ودې پرځای بې اعتمادي رامنځ ته کوي.

د رکود د ټيټوالي پرځای هغه تل لوړ ساتي. اصلاً د کار موندلو او اقتصادي ودې ستراتیژۍ ته اړتیا ده.''

د کار نړیواله اداره د یوروګوای او برازیل په څېر هیوادونو ته اشاره کوي چې وایي د ښو کارونو په موندلو کې یې پانګونه کړې او عام خدمتونه یې ګټور دي.

هلته بې کاري کمه ده او اقتصادي وده په لوړېدو ده. له بلې خوا په اروپا کې عام خدمتونه د کار نه دي، کارونه کم دي او له لاسه وتلي دي، که کارونه موندل شوي هغه نیم وخت دي او تنخواه یې هم ټيټه ده.

اروپایي هیوادونه د پيسو لګولو پرځای د پيسو سپما په فکر کې دي. خو د کار نړیواله اداره خبرداری ورکوي چې که دا کار دوام وکړي دا به د ټولنیزو ناکراریو سبب شي او نوی نسل به دندې ونه لري، هغوی به د کار تجربې اوهیلې هم نه لري.

ورته مطالب