استرالیایی میلیاردر دویمه تایتانیک بېړۍ جوړوي

کلیو پالمر د انځور حقوق AP
Image caption پالمر ویلي چې نوې ټایټانیک بېړۍ به په ۲۰۱۶ کال کې سمندر کې سفر ته چمتو شي.

د استرالیا یوه شتمن ''کلیو پالمر'' د یوویشتمې پېړۍ د ټیکنالوژۍ پربنسټ یوه حکومتي چینايي شرکت ته د نوې ټایټانیک بېړۍ د جوړولو دنده سپارلې ده.

دغه میلیاردر استرالیايي رسنیو ته ویلي چې د بېړۍ د جوړېدو چارې به د روان کال په پای کې پیل شي، او تر ۲۰۱۶ کال به په سمندر کې د سفر لپاره چمتو شي.

نوموړی زیاتوي پلان دا دی چې دا بېړۍ به د اصلي ټایټانیک بېړۍ په کچه او کټ مټ هماغه ډول وي، خو د یوویشتمې پېړۍ ټیکنالوژي به په کې کارول کېږي.

پالمر ټینګار کوي چې د بېړۍ ډیزاین کې د ''سي اس سي جنلینګ'' چینايي بېړۍ جوړوونکي شرکت ته ورکړی دی.

کلیو پالمر زیاتوي چې ''د هرې ټوټې اندازه او ډیزاین (سکښت) به یې د اصلي ټایټانیک بېړۍ په څېر وي، خو د یوویشتمې پېړۍ له ټیکنالوژۍ به په کې ګټه اخیستل کېږي، د غوټې وهلو پوره خوندیتوب به په کې وي.''

سلمه کلیزه

د دویمې ټایټانیک بېړۍ د جوړېدو اعلان څو ورځې وروسته تر هغه وشو، چې د اصلي ټایټانیک بېړۍ د ډوبېدو سل کاله پوره شول.

اصلي ټایټانیک پخپل وخت کې تر ټولو لویه بېړۍ وه.

د انځور حقوق PA
Image caption تايتانيک بېړۍ نيويارک ته د خپل لومړني سفر پر مهال د کنگل له سترې غونډۍ سره تر لگېدو وروسته په اتلانتيک سمندر کې ډوبه شوه.

تايتانيک بېړۍ چې د شمالي آيرلنډ په بېلفاست کې جوړه شوې وه، نيويارک ته د خپل لومړني سفر پر مهال د ۱۹۱۲ د اپریل پر ۱۵ د کنگل له سترې غونډۍ يا آيسبرگ سره تر لگېدو وروسته په اتلانتيک سمندر کې ډوبه شوه، چې څه باندې ۱۵۰۰ کسان په کې ووژل شول.

پالمر د خبریالانو دې پوښتنې ته چې ایا ددې بېړۍ د ډوبېدو امکان شته، په ځواب کې وویل چې ''طبيعي ده، که چېرې بېړۍ کې سوري وشي.''

په پام کې ده چې دغه بېړۍ به له بشپړېدا وروسته له لندن څخه نیویارک ته په ۲۰۱۶ کال خپل لومړی سفر پیل کړي.

د پالمر یوه ویاند خبري رسنیو ته د بېړۍ په جوړېدو د لګښت کچه ونه ښوده.

ورته مطالب