واشنگټن او کابل د ستراتيژيکې همکارۍ تړون لاسليک کړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر اوباما بيگاه په يو غير اعلان شوي سفر کابل ته رسېدلى وو

ولسمشر اوباما له خپل افغان سيال حامد کرزي سره د راتلونکو د اړيکو په اړه تړون کابل ته يو غير اعلان شوي سفر پر مهال لاسليک کړ.

د ستراتيژيکه همکارۍ دا تړون په ٢٠١٤ کال کې د ناټو دماموريت بشپړېدو وروسته د دواړو هېوادو ترمنځ د پوځي او ملکي ملگرتيا په اړه دى

نوموړى په داسې وخت کې افغانستان ته تللى چې نن د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو لومړنۍ کاليزه ده.

ددې تړون په جزیياتو د تېرې ميلادي مياشتې په لومړيو کې موافقه شوې وه.

د متحدو ايالاتو او افغان حکومت پلاوو له امريکا سره د دواړو غاړو نژدې يو نيم کال د دغه سند پر لارو چارو خبرې کړې وې.

ددې سند د جزيياتو په اړه د افغان لوري مرکچي د ملي امنيت صلاحکار رنگين سپنتا وړاندې ويلي وو چې دا سند" د افغانستان د امنيت، د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره کلک بنسټ جوړوي او دا سند د سيمې د پرمختيا لپاره دى.''

بارک اوباما تېره شپه په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی و او د شپې ناوخته یې له ولسمشر حامد کرزي سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

بارک اوباما د سند تر لاسلیکولو وروسته، بګرام کې د امریکا ولس ته په مخامخ وینا کې ژمنه وکړه چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوي.

دا سند او کابل ته د اوباما سفر ټيک د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن تر وژل کېدا یو کال وروسته ترسره شوي دي.

Image caption اوباما بګرام کې امریکايي ولس ته په مخامخ وینا کې وویل، چې د افغانستان جګړه به پای ته ورسوي.

د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ د مۍ پر دویمه د پاکستان ایبټ اباد کې ځانګړو امریکايي ځواکونو وواژه.

کابل ته د اوباما له سفر څو ساعته وروسته په ښار کې دوې چاودنې وشوې، چې د پولیسو په وینا، لږترلږه شپږ کسان یې وژلي دي.

په وژل شوو کې ډېری یې ولسي وګړي ښودل شوي.

د کابل پولیس وايي، دغه بریدونه د کابل شه ختيځ بهرنیانو مېشتې سیمه کې پر یوه مشهور مېلمستون شوی دی.

دوو امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دوه تر درو برید کوونکي یوې ودانۍ ته ننوتي وو.

ویل کېږي چې برید کوونکو د هاوان ډزې هم کولې.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

ورته مطالب

د بي بي سي په نور پاڼو کې