هند د ډوبې شوې بېړۍ د ژوندیو مسافرو لټون کوي

هند (د ارشیف عکس) د انځور حقوق ap
Image caption په اسام کې له کوچنیو بېړیو د توکو د لېږد رالېږد ګټه اخیستل کېږي.

په هند کې د ډوبې شوې بېړۍ د مسافرو د ژغورلو عملیات دوام لري، چې د چارواکو په وینا تر اوسه یې لږترلږه د ۱۰۳ مسافرو مړي موندلي دي.

پولیسو ویلي چې تر اوسه یې هغه ۱۵۰ کسان ژغورلي دي، چې د ډوبېدو پرمهال نسبتاً خوندي ځای ته یې ځانونه رسولي دي.

دا بېړۍ د دوشنبې په ورځد هند په شمال ختيځ اسام ايالت کې ډوبه شوې ده.

پوليسو ويلي څه د پاسه سل مړي يې را ايستلي، او پاتې نور لا تر اوسه ورک دي.

دغه بېړۍ په يوه توپان کې راګېر شوې او په منځ ماتېدو سره د براماپوټرا څپاند سيند کې ډوبه شوې ده.

د ژغورنې چارې د باران درانه اورښت او کم ليد له امله خنډنې شوې دي.

راپورونه وايي چې په دې بېړۍ کې شاوخوا ۳۵۰ کسان سپاره وو، چې د اسام ایالت په براهماپوترا اوبو کې ډوبه شوه.

سیمه ییزو پولیسو ویلي چې لسګونه کسان ژغورل شوي.

ځايي چارواکو ویلي، بېړۍ په دوپري سیمه کې اوښتې ده.

د ژغورنې هڅې

دوپري چې د اسام ایالت تر ټولو لوی ښار دی، له ګجواهاتي څخه نژدې ۳۵۰ کیلومتره لیرې لوېديځ لوري ته موقعیت لري.

د پولیسو سرچینو ویلي، چې سختو بادونو بېړۍ دوه ټوټې کړې ده.

د راهول کارماکار په نامه یوه عیني شاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د اوبو څپو ګڼ کسان ورسره اخیستي وو.

خو د اسام ایالت مشر تارون ګوګیو ویلي، ژغورندویه ډله یې سیمې ته استولې، خو تپې تیارې او ناوړه هوا د ژغورنې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې دي.

رویټرز د یوه پولیس له قوله ویلي چې بېړۍ کې د ژغورنې هېڅ لوازم نه وو.

د ساتنې معیارونه

سرچینه زیاتوي، چې بېړۍ کې توکي بار وو، چې ان ځینې مسافر یې پر سر هم سپاره وو.

هندي لومړي وزیر منموهن سینګهـ دا یوه غمیزه بللې ده او خپله خواشيني یې ښودلې.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې "د اسام له حکومته د هر راز ممکنه ژغورنې او مرستې غوښتنه کوم."

په نوي ډيلي کې د بي بي سي خبریال سنجې ماجومدار وايي، له دې بېړۍ په سیمه کې د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ګټه اخیستل کېده، او د اوبو پر ځنډه پرتو ټاپوګانو او کلیو ته به یې اړین توکي رسول.

زموږ خبریال زیاتوي، چې ګڼې بېړۍ په سیمه کې له اندازې ډېرې بارېږي، خو د ژغورنې او ساتنې معیارونو ته یې هېڅ پاملرنه نه کېږي.

ورته مطالب