له اسامه سره ماښامنۍ ته بلنه

پاکستان کې د اسامه ملاتړي د انځور حقوق
Image caption هغه قبایلي سیمه چې په ۲۰۱۰ کې اسامه په کې مېلمه و، د سخت دریځو د ځپلو د ټینګو عملیاتو شاهده وه.

د ۲۰۱۰ کال د اوړي شپه وه، د پاکستان شمال لوېديځ وزیرستان کې د سیمه ییزو قبایلو شپږ مشران د یوه ناڅرګند مېلمه په انتظار وو.

دوی ته د یوه "ناڅرګند شخصیت" په اړه یوه اوونۍ وړاندې ویل شوي وو، خو تر لیدو ایله څو ساعته مخکې یې د لیدو دقیق وخت نه وو ورته ښودل شوی.

د ماخوستن له یوولسو بجو شېبه مخکې، قبایلي مشران د ګاډو غږ راويښ کړل.

د کورنۍ یوه مخور بي بي سي ته ددې کیسې حال داسې بیان کړ چې "دوولس جیپان ودانۍ ته راننوتل، داسې ښکارېده چې له بېلابېلو ځایونو دغه ګاډي راغلي وو."

یو جیپ برنډې ته ډېر نژدې راغی د اوږدې ونې خو ډنګر سړی یې له شاتني سیت راکوز شو، چپنه یې اغوستې وه او سپینه پګړۍ یې پر سر کړې وه.

موږ لاهم نه پوهېدو چې د نړۍ، په تېره بیا امریکا تر ټولو مطلوب او خطرناک سړی اسامه بن لادن مو مېلمه او مخ کې ولاړ دی.

د کورنۍ یوه غړي وویل "موږ هېڅ داسې تمه نه کوله، چې یو وخت به دا سړی زموږ کور ته راځي."

د ګاډي ترڅنګ د یوې شېبې لپاره ودرېد، او هرکلي ته له ولاړو کسانو سره یې روغبړ وکړ.

کیسه کوونکي دا هم وویل "لاس مې یې ماچې کړ، بیا مې د احترام لپاره پر خپله ټنډه کېښود."

بن لادن خپل لاس د شفقت له مخې د خپل یوه مرستیال پر اوږه کېښود او خونې ته روان شول، خو مرستیال یې خونې ته ورسره داخل نه شو، یوازې دوه کسان ورسره ننوتل.

کړايي، وریجې او سور کړی چرګ

دا پېښه د اسامه بن لادن له وژل کېدا ټيک یو کال مخکې رامنځ ته شوې ده.

ماښامنۍ ته بلونکي قبایلي مشر د اسامه د وژنې په خبر سخت خواشینی شو، همدا وو چې دا خبر بي بي سي ته لاره وکړه.

بي بي سي هم هڅه وکړه چې دا سړی ومومي او کیسه یې واوري، او دا چې په هغه شپه نور څه تېر شول، خو دواړو کوربه والو په دې شرط چې هویت او ځای به یې پټ ساتل کېږي، بي بي سي ته د کیسې کولو هوکړه وکړه.

اسامه پر دې شپه له درې ساعته خبرو او بنډار وروسته لمونځ وکړ او ویده شو، چې د قبایلي مشر په وینا، د کوربه له خوا د وزګوړي او چرګې غوښه یې په کړايي کې له وریجو سره په مزه ووهله.

کوربه ته په دې شپه له کوره د وتلو هېڅ اجازه نه وه، په دروازه، دېوالو او بامونو د اسامه ساتونکي ځای پرځای شوي وو او هرڅه یې دقیق څارل.

خدای پاماني

د کوربه پنځه اتیا کلن پلار ویل چې له راغلي مېلمه سره باید وګوري، همدا وو چې د ماښامنۍ په منځ کې اسامه د سپین ږیري غوښتنه واورېده، خپلو ساتونکو ته یې وویل سپین ږیری راولئ.

له کوربه سره څلور وسله وال ملګري شول، چې د هغه بوډا پلار راولي. بوډا هم سم نه پوهېده چې ایا رښتیا یې بن لادن مېلمه دی!؟

عمر خوړلي سپین روبي له بن لادن سره لس دقیقې کښېناست هغه ته یې دعاګانې کولې.

سپین ږیري په دې لنډ وخت کې د قبایلي جنګونو په اړه یوڅو لنډې کیسې وکړې، خو خدای خبر چې اسامه به پرې پوهېده او که نه ځکه چې قبایلي مشر پښتو ویله او هغه هم سمه زیږه پښتو.

د سپین ږیري خبرو ته اسامه ځير و، او پر خوله یې مسکاوې خورې وې.

بن لادن او ملګري یې له خدای پامانۍ وروسته پر څو لارو روان شول او هېڅوک نه پوهېدل چې کوم ځای ته د تللو نیت لري.

مهم شخصیتونه

که څه هم کوربنو د دغه مهم شخصیت په اړه زموږ هرې پوښتنې ته ځواب ووایه، خو د هغه کس په اړه چې دوی ته یې د نامعلوم مېلمه د ورتګ ویلي وو، هېڅ ونه ویل او نه یې له اسامه سره د مله کسانو په اړه څه وویل.

تېر کال د اسامه بن لادن په وژل کېدو سره، امریکايي او پاکستاني چارواکو وویل چې بن لادن د خپل عمر پنځو وروستیو کلونو کې ګوښه ژوند غوره کړی و، ان دا چې په وینا یې هېچېرې نه تله چې په وینا یې له ایبټ اباد یوځل هم نه دی وتلی.

خو داسې ښکاري چې ددوی دا څرګندونې له واقعیت لیرې دي، او ګڼې نورې پوښتنې لاهم ځواب غواړي.

هغه قبایلي سیمه چې په ۲۰۱۰ کې اسامه په کې مېلمه و، د سخت دریځو د ځپلو د ټینګو عملیاتو شاهده وه.

همداشان، هلته هر ورتلونکی ناشنا کس او ترې وتونکی سم پلټل کېږي.

نو ایا بن لادن له دغو پوځي پوستو او تلاشیو څرنګه تېر شوی دی؟

که څه هم پاکستانیانو د اسامه د اوسېدو په اړه بې خبري ښودلې او وايي چې د هغه یې هېڅ ملاتړ نه دی کړی، خو داسې پوښتنې شته چې ددغه سړي په اړه ډېرو معلوماتو ته اړتیا لري.

تر ټولو ډېره پاروونکې پوښتنه دا ده چې: ایا دغې قبایلي سیمې ته د هغه د تګ هدف څه و؟

ورته مطالب