امریکا له څارګرو الوتکو د ګټه اخیستو نور جزییات ډاګیزه کړل

بې پیلوټه الوتکه د انځور حقوق v
Image caption د پاکستان قبایلي سیمو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د ترهګرۍ ضد چارو سلاکار د خپل هېواد له لوري د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو دفاع کړې ده.

جان برېنن چې په واشنکټن کې يې وينا کوله، وويل د بې پيلوټه الوتکو ګوزارنه د القاعدې پر وړاندې جګړې ګټلو کې مرسته کوي.

ده وويل امريکايي مشرتابه غواړي خپلو وګړيو ته د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو موخه روښانه کړي:

''فکر کېږي چې په دغه ډول بريدونو کې له القاعدې سره تړاو په شک په افغانستان، پاکستان او يمن کې سلګونه جنګيالي وژل شوي وي.''

''پر تا دې شرم وي''

ښاغلي برېنن دغه تکتيک يو قانوني، اخلاقي او اړين عمل وباله، خو د خبرو پر مهال يې يو احتجاجي (پر تا دې شرم وي) غږ سره، په لنډ ډول وځنډاوه:

جان برېنن وویل چې له بې پیلوټه الوتکې ګټه اخیستل قانوني، اخلاقي او یوه مناسبه اړتیا ده:

''هو، د قانون مطابق او پر امریکا د بریدونو د مخنیوي او د امریکایانو د ژوند ساتلو لپاره حکومت د القاعدې مشخص ترهګر په نښه کوي او ځینې و ختونه دغو موخو ته د رسېدو لپاره بې پیلوټه الوتکې کاروي. موږ ته د ولسمشر اوباما لارښوونه دا ده چې له امریکایانو ره د دا وړ هڅو په برخه کې لا ډېر متحد واوسو.''

د انځور حقوق AP
Image caption جان برېنن ادعا کوي چې ''نړیوال قانون د څارګرو الوتکو بریدونه نه دي بند کړي.''

ښاغلي برېنن دا څرګندونې د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن د وژل کېدا د کلیزې د پوره کېدا په شپو ورځو کې کړې دي.

اسامه بن لادن د تېر کال د مۍ په لومړیو کې د ځانګړو اامریکايي ځواکونو له لوري د پاکستان ایبټ اباد ښار کې ووژل شو.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال پاول ادمز وايي، دا لومړی ځل نه دی چې امریکا له څارګرو الوتکو د ګټې اخیستو ملاتړ کوي.

د اوباما دغه سلاکار ادعا وکړه، چې له دې ټیکنالوژۍ د ګټې اخیستو پرمهال له ډېر دقت څخه کار اخیستل کېږي، په تېره بیا هغه مهال چې موخه یو امریکایی وګړی وي.

نوموړي وویل چې اوس د القاعدې شبکې سخت ګوزار خوړلی دی.

ورته مطالب