اسراییلي پوځ د ۲۱ فلسطینیانو د وژنې د تحقیق دوسیه وتړله

د اسراییلو پوځ
Image caption د اسراییلو د پوځ دفتر د خپلو پوځيانو په حق کې د جنګي جرمونو تورونه بې بنسټه بللي دي.

اسراییلي پوځ د هغو ۲۱ وژل شوو فلسطينیانو د تحقیق دوسیه وتړله، چې د ۲۰۰۹ په جنورۍ په غزه تراډه کې یې وژلي وو.

پوځ ویلي چې په دې قضیه کې هېڅ کوم اسراییلی پوځي ښکېل نه دی.

د اسراییلو د پوځ دفتر د خپلو پوځيانو په حق کې د جنګي جرمونو تورونه بې بنسټه بللي دي.

دغه دفتر زیاتوي چې د پوځ د حقوقي برخې مشر جنرال داني عفروني "د غزې په الزیتون کلي کې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه خپله پلټنه وړاندې کړې ده، او پایلو یې ښودلې چې دا تورونه بنسټ نه لري."

د ملګرو ملتونو له لوري یوه ټاکل شوي پلاوي ددغه برید په اړه پوره ۲۲ ورځې پلټنې وکړې، چې په پایله کې یې ویلي وو چې د السموني د کورنۍ ټول ۲۹ وژل شوي وګړي د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوي.

د اسراییلو د دغه نوي ګام په غبرګون کې د حماس ډلې ویند فوزي برهوم ویلي "دا پرېکړه په جرم کې د لانورو ډوبېدو او له نړیوال قانون څخه په زور د ځان غړولو په مانا ده."

برهوم زیاتوي: "موږ ټینګار کوو چې د اسراییلو له لوري ددغو ولسي وګړو د وژنې قضیه تړل د لانورو فلسطينیانو وژنې ته ځان چمتو کول دي، چې په دې سره دوی خپل ځان ته د فلسطيني ولس د وژنې یو مبرر جوړوي."

ورته مطالب