چینایی نا راضي له "امریکایانو سره نشي کتلی"

چینایی فعال چن د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی چن وایی په روغتون کې چینایی چارواکو له امریکاییانو سره د کتنې اجازه نه ده ورکړې

په چین کې د بشري حقونو فعال، ړانده چن ګوانجینګ بي بي سي ته ویلي نوموړي لا هم له امریکایی چارواکو سره نه دي کتلي چې امریکا ته د خپل تګ په اړه ورسره وغږېږي.

ښاغلی چن چې اوس د بیجینګ په یوه روغتون کې بستري دی، وایي چینایي چارواکي امریکایان نه پرېږدي چې له ده سره وګوري. چینایي نا راضي په بیجینګ کې د امریکا په سفارت کې شپږ ورځې تېرې کړې او د چارشنبې په ورځ د لوړو پوړو امریکایی او چینایی پلاویو تر کتنې یوه ورځ مخکې له سفارته ووت.

ښاغلي چن ویلي غواړي له چینه ووځي خو زیاتوي نشي کولی خپله دا غوښتنه له امریکاییانو سره شریکه کړي. دی وایی هغه روغتون ته چې دی په کې بستري دی، امریکاییان ورغلي وو خو له ده سره یې ونه کتل ځکه چینایی چارواکو هغو ته د کتنې اجازه نه ورکوله.

دغه چینایی فعال وړاندې ویلي و غواړي په چین کې پاتې شي، خو وروسته یې خپل نظر بدل کړ ځکه د ده په ګومان چین د هغه د خوندیتوب په اړه په خپله ژمنه کې پاتې راغلی دی.

یو رپوټ وایی نوموړي خپل نظر تر هغه وروسته بدل کړ چې میرمنې یې ورته وویل کله چې دی د امریکا په سفارت کې و، هغه یې په څوکۍ پورې تړلې او وهلې ټکولې وه. اوس امریکا په سخت حالت کې ده. امریکایی چارواکي وایی دوی به له ښاغلي چن سره نورې خبرې وکړي چې دی څه فکر کوي او څه غواړي؟

چېن ګوانچېنګ په خپل کور کې له نظر بندۍ وتښتېد او د چین سفارت ته یې پناه یووړه. هلته یې شپږ شپې تیرې کړې او اوس په روغتون کې دی.

دا پېښه کولی شي د چین امریکا دیپلوماتیک اړیکي له ګواښ سره مخامخ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلېنټن په بیجینګ کې ده چې د شمالي کوریا او سوریې په اړه له چینایی چارواکو سره خبرې وکړي خو د چېن ګوانچېنګ مسلې پر دغو خبرو اترو سیوری غوړولی دی.

د خبرو اترو د پرانستلو پر مهال میرمن کلېنټن د ښاغلي چن نوم وانه خیست خو په چېن کې یې د بشري حقونو مسله یاده کړه.

امریکا پدې پوهېږي باید داسې څه وکړي چې د ښاغلي چن د خوندیتوب او له چین سره د ښو اړیکو د پاللو ترمنځ انډول وساتل شي.

ورته مطالب