پوځي شورا د العباسیه پېښو په اړه لسګونه نیول شوي پوښتي

امنیتي ځواکونو د مصر دفاع وزارت شاته د انځور حقوق Reuters
Image caption نښتې څو ساعته روانې وې.

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د مظاهره کوونکو او پوځ ترمنځ شخړې وشوې.

په دې شخړو کې په ګڼ شمېر کې خلک ټپیان شول خو وروسته پوځ وتوانېد چې مظاهره کوونکي خواره واره کړي او ګرځبندیز ولګوي.

د مظاهره کوونکو او پوځ ترمنځ شخړو څو ساعته دوام وکړ.

په قاهرې کې د بي بي سي خبریال جان لاین چې دا هرڅه یې په خپله لیدلي وايي مظاهره کوونکو چې د دفاع د وزارت مخکې راټول شوي وو پر ودانې برید وکړ.

مظاهرچیانو هڅه کوله چې ودانۍ ته ننوځي خو دا هغه څه و چې د پوځ غصه یې وپاروله ځکه یې د مظاهره کوونکو ځواب په اوبشیندو او اوښکې بهوونکي ګاز ورکړ. دواړو خواو یو بل په تیږو هم ویشتل.

په پای کې پوځ سیمه له مظاهره کوونکو پاکه کړه او زغروال موټر یې ځاي پرځاي کړل. په همدغه وخت کې یو لوړ رتبه چارواکي د تلويژون پر پرده څرګند شو چې د دفاع وزارت په شاخوا کې د شپې له پلوه د ګرځبندیز اعلان وکړي.

په ګڼ شمېر کې مظاهره کوونکي نیول شوي او پوځ وايي د هغوی محاکمه په پوځي محکمو کې پیل شوې ده.

په مصر کې د مظاهره کوونکو او پوځ ترمنځ دا تازه شخړې وروسته له هغه وشوې چې د تیرې چهارشنبې په ورځ پر مظاهره کوونکو برید وشو او شاوخوا شل کسان پکې ووژل شول خو په ظاهره هیڅ څوک یې په تور نه دی نیول شوی.

ورته مطالب