نیپال کې سېلاب ۱۳ کسان مړه کړي

نیپال د انځور حقوق AP
Image caption ګڼ کسان له کورونو له خپلو څارویو سره سېلاب لیرې وړي دي.

د نیپال یو بند له مات شوی، چې د سېلاب له امله لږترلږه ‍‍۱۳ کسان مړه شوي دي.

دا سېلاب د هېواد له لوېديځ اناپورنا غره سره نژدې راغلی دی.

روسي سیلانیان هم د ورکو شوو کسانو په ډله کې دي، خو نومونه یې نه دي په ډاګه شوي.

سېلاب د نیپال دویم لوی ښار پوخارا ته هم رسېدلی دی.

نیپالي هڅه کوي چې د یاد شوي غره لمن او د سېلاب سیمې ته ځانونه ورسوي.

ګڼ کسان له کورونو له خپلو څارویو سره سېلاب لیرې وړي دي.

پولیس وايي د لانورو قربانیانو د موندلو په لټه کې دي.

ورته مطالب