سوریه کې پارلماني ټاکنې پیل شوې

د ملګرو ملتونو څارونکي د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکنې داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو څارونکي هلته په څارنه بوخت دي.

په سوریه کې پارلماني ټاکنې پیل شوې، چې شاوخوا اووه زره کسانو ځانونه ورته کاندید کړي، خو مخالفینو بیا له دغو ټاکنو سره پرېکون اعلان کړی دی.

په دغو ټاکنو کې د اوو ګوندونو استازو له نوي اساسي قانون جوړېدو وروسته ګډون کړی دی.

سوري چارواکي وايي دا ټاکنې به سوریه ددیموکراسۍ لوري ته بوځي، خو مخالفین د ټاکنو مخالفت کوي.

د سوریې د کورنیو چارو وزیر محمد نضال الشعار شمالي ښار حلب ته تللی او وايي چې دا ښار ټاکنو ته چمتو شوی دی.

الشعار له سوري رسمي اژانس سره په خپلو خبرو کې وویل چې د "خپلواکو، رڼو او باامنه ټاکنو" لپاره یې پوره چمتووالی نیولی.

چارواکو ویلي چې د رای اچوونکو شمېر به ۱۴ میلیونه وي، چې له سوریې بهر ۷۱۹۵ کسانو هم ځانونه کاندید کړي دي.

په پام کې وه چې په تېر سپتمبر کې د سوري ولسمشر بشارالاسد د اصلاحاتو راوستلو د ژمنو په بهیر کې دا ټاکنې وشي.

د انځور حقوق AP
Image caption دا په تېره فبرورۍ کې د اساسي قانون په تړاو له ټول پوښتنې وروسته لومړنۍ ټاکنې دي.

دا په تېره فبرورۍ کې د اساسي قانون په تړاو له ټول پوښتنې وروسته لومړنۍ ټاکنې دي.

له ټول پوښتنې وروسته نهه نوي ګوندونه جوړ شول، چې اوس یې اوو په ټاکنو کې خپل کسان کاندید کړي دي.

په اوسنۍ ولسي جرګه کې د مخالفینو هېڅ کوم غړی نه شته، او رسمي خبري رسنۍ وايي چې نیمايي څوکۍ به د هغو "کارګرو او بزګرانو" لپاره ځانګړې شي، چې د ولسمشر بشارالاسد کورنۍ یې پر اتحادیو واک لري.

له دمشقه پارلماني ټاکنو ته ولاړه ماریا سعادة وايي د تېر کال پېښو "خلک پر دې پوی کړل چې سوریه یوه ریښتوني پارلمان ته اړتیا لري."

ورته مطالب