چین د الجزیرې انګلیسي څانګې خبریاله شړلې ده

ملیسا چان د انځور حقوق Reuters
Image caption الجزیرې تلوېزیون ویلي چې د خپلې خبریالې د وېزې غځولو لپاره به له چین غوښتنه وکړي.

چین په بېجینګ کې د الجزیرې انګلیسي تلوېزیون دفتر په زور تړلی دی.

الجزیرې تلوېزیون ویلي چې خبریال یې له چین څخه ایستل شوی دی.

چین ویلي چې د الجزیرې د تلوېزیوني خبریالې ملیسا چان وېزه یې نه ده نوې کړې.

چینايي چارواکو ویلي چې د آغلې چان د ځایناستي ټاکلو لپاره یې هم اجازه نه ده ورکړې.

ملیسا چان له ۲۰۰۷ راهیسې چین کې الجزیرې ته کار کوي، چې شاوخوا ۴۰۰ رپوټونه یې ورکړي دي.

هغې تر ډېره د چین اقتصادي، کورنی سیاست، بهرنۍ تګلاره، چاپېریالي موضوعات، ټولنیز عدالت د کارګرو حقونه او بشري حقونه پخپلو رپوټونو کې تر پوښښ لاندې راوستل.

الجزیرې تلوېزیون ویلي چې په چین کې به د خپل دفتر او خبریال درلودلو لپاره هلې ځلې وکړي.

الجزیرې تلوېزیون په یوه ویناپاڼه کې د خپل خبریال د شړلو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې د نور وخت لپاره به د خپل خبریال لپاره د وېزې د اخیستو هلې ځلې وکړي.

ددغه خبریال ایستل د الجزیرې پر عربي تلوېزیون اغېز نه لري.

'له قانون پښه اړول'

د چین د بهرنیو خبریالانو کلپ یا (FCCC) ویلي چې د چین ددغې پرېکړې په ''وېرېدلی'' دی.

دغه کلپ په خپله یوه ویناپاڼه کې ویلي چې:

''چینايي چارواکو دا کار په تېر نومبر کې د چین د هوايي ځواک په اړه د یوه مستند د جوړېدو په غبرګون کې کړی دی. ملیشا چان په دغه مستند جوړولو کې هېڅ برخه نه ده اخیستې. ''

''دوی همداشان د عمومي ادیېټوریال اصولو له مخې د الجزیرې انګلیسي تلوېزیون د خبریال په اړه ناخوښي ښودلې او آغلې چان یې له اصولو او مقرراتو د پښې په اړولو تورنه کړې ده. ''

ورته مطالب