''پاکستان دې د اورپکو ځپلو کې ریښتونې هڅې وکړي''

کلنټن او کریشنا د انځور حقوق Reuters
Image caption کلنټن:''د اورپکو پرضد جګړه کې موږ سره یو لاس یو، موږ ټول غواړو چې پاکستانی حکومت په دې مبارزه کې خپلې هڅې ګړندۍ او ریښتونې کړي.''

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د هند په سفر ویلي چې پاکستان دې د اورپکو په ځپلو کې له زړه کار وکړي.

هیلري کلنټن دا څرګندونې د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس ایم کریشنا سره یوې خبري غونډې ته کړې دي.

آغلې کلنټن دا هم ویلي چې د پاکستان جماعة الدعوة مشر حافظ محمد سعید د نیولو پر سر انعام یې له هند سره تر خبرو وروسته اعلان کړی دی.

هغې ویلي چې ''د اورپکو پرضد جګړه کې موږ سره یو لاس یو، موږ ټول غواړو چې پاکستانی حکومت په دې مبارزه کې خپلې هڅې ګړندۍ او ریښتونې کړي.''

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې له پاکستان نه غوښتي دا دې يقيني کړي چې خاوره يې د هېڅ راز بريد لپاره نه کارول کېږي.

په ډيلي کې د خپل دوه ورځي سفر پر مهال مېرمن کلنټن وويل امريکا او هند د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د خپلو اړيکو مضبوطولو ته اړتيا لري.

هغې وويل واشنګټن، ډيلي ته په نړيوالو هڅو کې د يوه شريک په سترګه ګوري چې ايران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، که چېرې امریکا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري مالومات لري، له پاکستان سره یې دې شریک کړي.

حنا رباني کهر دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې چې وايي ایمن الظواهري پاکستان کې دی.

د پاکستان د باندینیو چارو وزیرې دا څرګندونې د پارلمان د امنیتي جرګه ګۍ کسانو ته په یوه خبري غونډه کې کولې.

هیلري کلنټن هند ته د خپل سفر پرمهال ویلي وو، امریکا پوهېږي چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري پاکستان کې دی.

هیلري کلنټن ویلي ''موږ د القاعدې د له منځه وړلو په تکل یو، او تر یوه حده په دې کار کې بریالي شوي هم یو.''

آغلې کلنټن زیاتوي چې ''د القاعدې مهم مشران اوس د تېښتې لار لټوي، موږ پوهېږو چې د اسامه بن لادن ځایناستی ایمن الظواهري پاکستان کې دی، او موږ د هغو کسانو د نیولو په هڅه کې یو چې د القاعدې ملاتړ کوي.''

د انځور حقوق AFP
Image caption حنا کهر ویلي چې القاعده ګډ دښمن دی، په اړه یې مالومات شریکول هم ګډ کار ته اړتیا لري.

خو پاکستانۍ وزیرې یې په غبرګون کې ویلي چې په ټکو یې ''القاعده د ټولو ګډ دښمن دی، او که له امریکا سره د ایمن الظواهري په اړه مالومات وي، له موږ سره یې دې شریک کړي. ''

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال اعجاز مهر وايي، چې هیلري کلنټن د هندوستان د سفر پرمهال دا څرګندونې یوازې د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره کړې دي.

هغې ویلي چې امریکا پاکستان کې د څارګرو الوتکو د بریدونو په اړه خپل جلا دريځ لري، او په اړه به یې اسلام اباد او واشنګټن یوې پرېکړې ته د رسېدو لپاره وخت ته ضرورت ولري.

ورته مطالب