امريکا: د ترهگريز بريد لپاره پلان شوى بم مو شنډ کړى

ليون پنيتا د انځور حقوق AP
Image caption د امريکا ددفاع وزير ليون پنيتا وويل، دغه پيښه د هغوهڅو څرگندونه کوي چې ترهگر غواړي چې پر امريکا بريد وکړي:

امريکايي چارواکي وايي يو بم يې شنډ کړى چې د يوه ترهگريز بريد لپاره پلان شوى و.

ددوى په وينا دغه بم د جامو لاندې هغه بم ته ورته وو چې يو ه نايجريايي غوښتل چې ٢٠٠٩ کال کې امريکا ته تلونکې يوه الوتکه وچوي.

دغه بم، يمن کې د امريکا د څارگرې ادارې د عملياتو په لړ کې نيول شوى.

د امريکا د پلټنې فدرالي ادارې په دې اړه خپرې شوې اعلاميې کې ويلي، دغه بم چې د يوه ترهگر بريد د ترسره کولو لپاره پلان شوى و، بهرکې د امريکا د امنيتي او استخباراتي ملگرو د همکارۍ په نتيجه کې شنډ شو.

چارواکي وايي، د دغه بم ځانگړى هدف نه و څرگند، ځکه له شنډېډو سره يې همهاله د الوتکې کوم ټکټ رانيول شوى نه وو او په دې ډول خلکو ته يې مخامخ خطر نه و پېښ کړى.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا وويل، دغه پيښه د هغو هڅو څرگندونه کوي چې ترهگر غواړي چې پر امريکا بريد وکړي:

" هغه څه، چې دغه پېښه يې په ډاگه کوي، دا دي، چې دغه هيواد بايد د هغو کسانو په وړاندې خپله هوښياري وساتي چې غواړي پرې بريد وکړي، او موږ به ټول اړين گامونه پورته کوو، چې امريکا خوندي وساتو."

دغه بم، د جامو لاندې هغه بم ته ورته و چې يو نايجريايي سړي غوښتل چې د ٢٠٠٩ کال د کريسميس په ورځ د امريکا ته تلونکې يوه الوتکه وچووي.

د انځور حقوق tsa
Image caption عرب ټاپو کې د القاعدې د ځپلو له وروستيو برياوو سره سره ، يمن د امريکا دمتحده ايالتونو له لوري د ترهگرۍ ضد عملياتو مهمه سيمه پاتې شوې ده .

خو بم په بشپړ ډول و نه چاوديد او د الوتکې سپرلي وتوانېدل، چې اور وژني او بريدگر ټينگ کړي خو د امريکا د پلټنې فدارالي اداره وايي نوى بم تر پخواني هغه پرمختللى وو.

ځکه په بم کې اوسپنه نه وه کارول شوې او کېداى شواى چې هوايي ډگرکې د پلټنې پرمهال کشف شوى نه واى.

هغه سړى چې باور کيږي، دغه بم يې جوړکړى، ويل کيږي چې د سعودي وگړى ابراهيم الاسيري دى چې يمن کې پټ دى.

همده، په ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ کلونو کې امريکا ته د تلونکو الوتکو د چولو په موخه بمونه جوړ کړي وو.

عرب ټاپو کې د القاعدې د ځپلو له وروستيو برياوو سره سره يمن د امريکا د متحده ايالتونو له لوري د ترهگرۍ ضد عملياتو مهمه سيمه پاتې شوې ده.

که څه هم چې يمني حکومت د القاعدې په وړاندې خپلې هڅې گړندۍ کړي دي، خو لاهم د هيواد پراخې برخې يې په ولکه کې دي.

ورته مطالب