کوفي عنان سوریه کې د کورنۍ جګړې پیلېدو خبرداری ورکړ

کوفي عنان د انځور حقوق Reuters
Image caption نړيوال استازي زياته کړه چې دده په منځګړتوب طرح شوى پلان ښايي د کورنۍ جګړې د مخنيوي لپاره وروستى فرصت وي.

د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي او د سوريې لپاره نړيوال استازي کوفي عنان خبردارى ورکړی چې که نړيوال د سوريې لپاره کوټلي ګامونه پورته نه کړي، اندېښمن دى چې دغه هېواد به د کورنۍ جګړې خوا ته ولاړ شي.

ښاغلې عنان د ويډيو له لارې د ملګرو ملتونو امنيت شورى ته د سولې د پلان د حال د بيانولو په وخت زياته کړه چې نړۍ ددې اجازه نه شي ورکولاى چې سوريه په کورنۍ جګره کې ورښکېله شي.

دۀ وويل چې په سوريه کې روان تاوتريخوالى د منلو وړ نه دى او وېره يې څرګنده کړه چې که دسولې پلان ناکام شي نو پايلې به يې ډېرې خطرناکې وي.

ښاغلي عنان وويل چې که څه هم د سوريې د حکومت لخوا د درنو وسلو په کارولو کې يو څه کموالى راغلی دى، خو د تاوتريخوالي کچه لا اوس هم لوړه ده.

نړيوال استازي زياته کړه چې دده په منځګړتوب طرح شوى پلان ښايي د کورنۍ جګړې د مخنيوي لپاره وروستى فرصت وي.

له وينا وروسته د خبريالانو سره په خبرو کې ښاغلي عنان په ټولو غاړو غږ وکړ چې دغې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي

ده وويل: ''زه فکر کوم چې دا پیغام باید حکومت ته په لوړ غږ او څرګنده ورسیږي چې زیات مسولیت لري او په هر ډول چې کېږي تاو تریخوالي را کم کړي خو همدا پيغام نورو وسله والو ډلو ته هم رسوو.

دوی باید د هغو خلکو په اړه فکر وکړي چې ۱۵ میاشتې په نښتو کې راګېر دي او شپه او ورځ د ټوپکو غږونه اوري، حقونه یې ترپښو لاندې شوي او کړېدلي دي. باید سولې ته رښتیانی چانس ورکړل شي.

هو ښایي موږ ته وویل شي چې دا ډېره ګرانه ده چې هر څوک دې چارې ته ژمن شي او د وسلې ایښودلو ته غاړه کیږدي خو موږ ټولو ته یاد دي چې دوی د اپرېل په ۱۲ دا کار وکړ. نو که دوی دا کار د یوې ورځې له پاره کولی شي، ولې یې د یوې اوونۍ ، یوې میاشتې لپاره نه شي کولی چې سولې ته چانس ورکړل شي.''

د ښاغلي عنان په منځګړتوب د سولې د پلان تر مخه چې تېره مياشت پرې موافقه شوې وه بايد د اوربند څارونکي په سوريه کې ځاى پر ځاى شواى واى خو دغه پلان تر اوسه د تاوتريخوالي په بندولوکې پاتې راغلی دی.

ښاغلى عنان وويل ډېرې پوښتنې شته چې که دغه پلان ناکام شي نو بيا به څه پېښ شي؟

نوموړي زیاته کړه: ''زه پوهېږم په دې اړه ډیرې پوښتنې شوې دي چې که دا پلان ناکام شي؟ زه اوس داسې پوښتنو اورېدو ته سترګې په لاره یم چې نو بیا به څه کوو؟ زه فکر کوم که کومې ښې نظریې شته نو زه به لومړنی سړی وم چې غوږ ورته ونیسم.

زما په ګومان نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او عرب لیګ ټولو دا کړنلاره منلې ده او موږ باید زیاته هڅه وکړو چې هغه عملي شي. زه په ټولو خواوو غږ کوم چې د سوریې د ولس په اړه فکر وکړﺉ، د سوریې او سیمې په اړه فکر وکړﺉ. وسله په ځمکه کېږدﺉ او د خبرو اترو میز ته سره کښېنئ.''

ده وويل چې اوسنى پلان د نړيوالې ټولنې ملاټړ له ځانه سره لري او ډېره هڅه به کوي چې د برياليتوب لوري ته يې ورسوي خو که چېرې دې نتيجې ته ورسېږي چې دغه پلان نور کار نۀ ورکوي ، يوه بله لار به یې ونيسې چې دا به د سيمې لپاره يوه سخته او خواشينې ورځ وي.

ورته مطالب