٢٤ كاله وروسته انګ سان سوچي ته پاسپورټ ورکړل شوی

آغلې سوچي د انځور حقوق AP
Image caption آنګ سان سوچي همدارنګه منلې ده چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دفتر ته ولاړه شي.

د برما مخالفې مشرې آنګ سان سوچي ته له تېرو ۲۴ کالو راهیسې په لومړي ځل پاسپورت ورکړل شوی دی.

آغلې سوچي له تېرو دوو لسیزو راهیسې په خپل کور کې د سیاسي بندي په توګه کلابنده وه.

خو په برما کې تر وروستیو اصلاحاتو وروسته، هغې او د هغې د ډلې غړو (د دیموکراسۍ لپاره ملي ګوند NLD) پارلمان کې څوکۍ وګټلې.

آغلې سوچي هوډ لري چې په راتلونکې جون کې ناروې ته د نوبل د سولې د جایزې ترلاسه کولو لپاره ولاړه شي.

هغې دا جایزه په ۱۹۹۱ کال کې ګټلې وه، خو برما یې پر سفر بندیز لګولی و.

همدارنګه، آنګ سان سوچي برتانیا ته د سفر نیت لري، چې نوموړې هلته له خپل مېړه او زامنو سره څو کاله تېر کړي دي.

آنګ سان سوچي په ۱۹۸۸ کال برما ته د خپلې ناروغې مور لیدلو لپاره تتلې وه، چې د تاوتریخوالو په لړ کې بیا نوموړې له دغه هېواده ونه شوای وتلی.

د هغې مېړه په ۱۹۹۹ کال کې ومړ او اوس یوازې له خپلو زامنو سره ډېره محدوده اړیکه لري، او دا وېره هم ورسره ده، که چېرې له برما ووځي، ښايي بېرته د ستنېدا اجازه ورنه کړل شي.

د برما یوه حکومتي چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "اوس نوموړې بهر ته په ازاده توګه سفر کولی شي."

او د هغې ځانګړي ویاند نیان وین خبري رسنیو ته ویلي چې: "اوس هغه په خپل لاس کې پاسپورت لري."

آغلې سوچي هوډ کړی چې د برما د ولسمشر تین سین د واکمنۍ پرمهال بهر ته د یوه باوري کس په توګه سفر وکړي.

ښاغلي تین سین تېر کال واک ته له رسېدا وروسته په هېواد کې یولړ اصلاحات راوستل.

آنګ سان سوچي همدارنګه منلې ده چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دفتر ته ولاړه شي.

ورته مطالب