چين د نړۍ تر ټولو ځيرک هېواد دی؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ويل کېږي چين د پوهنې يو داسې سيستم لري چې له ډېرو لوېديځو هېوادونو هم پرمختللی دی

چيني زده کوونکيو د پوهنې نړيوالو ازموينو کې د "پام وړ" پايلي ترلاسه کړې دي. دغه خبرې اندرياس شلېچر کړې چې د پيسا په نامه ازموينو مسول دی.

دغه ازموينې د اقتصادي همکارۍ او پرمختيايي چارو OECD سازمان له خوا په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کېږي.

د پيسا دغه ازموينې په هرو دريو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي، چې د لوست، رياضياتو او ساينس په برخه کې د زده کوونکيو د توان ارزونه په کې کېږي.

دغه ازموينې – چې د زده کوونکيو نړيوالې ارزونې پروګرام بلل کېږي، په نړيواله کچه مخکښ لارښود شوی دی.

په داسې حال کې چې د نړۍ نور هېوادونه په اقتصادي او سياسي برخوکې د چين پرمختګ ته ژور پام کوي، د اقتصادي همکارۍ او پرمختيايي چارو ټولنې دغه راپور پر هغو لارو چارو رڼا اچوي چې چين يې له مخې خپل نوی نسل روزي.

د راپور موندنې دې ته اشاره کوي ګنې چين د پوهنې يو داسې سيستم لري چې له ډېرو لوېديځو هېوادونو هم پرمختللی دی.

حيرانوونکی نرمښت

Image caption شلېچر په خپله وړاندوينه کې د راتلونکيو چټکو ښه کېدونکيو هېوادونو په توګه برازيل، ترکيه او پولڼد يادوي

په ۲۰۰۹ کال کې د (پيسا) ازموينو پايلې ښيي چې شانګهای په نړۍ کې د پوهنې ښه والي درجه ټاکنه کې لومړی ځای نيولی و.

خو دا څرګنده نه وه چې شانګهای او د نوملړ د سر يو بل ښار هانګکانګ د چين په کچه ځانګړي حالتونه وو، که څنګه؟

ښاغلی شلېچر وايي د راپور دغه پايلې چې لا نه دي خپرې شوې، ښيي چې د چين د نورو برخو زده کوونکي هم پياوړې وړتيا لري.

دی وايي: "ان په کليوالو سيمو او بېوزلي چاپېريال کې مو هم د پام وړ فعاليت ليدلی دی."

ښاغلی شلېچر يادونه کوي ګنې په ځانګړي ډول د ازموينو پايلو د زده کوونکيو "نرمښت" ښوولی چې د ژوند له سختو شرايطو سره هم بريالي شوي، او هم ښيي چې د شتمنو او بېوزليو زده کوونکيو ترمنځ لوړه کچه برابري ده.

دی زياتوي: "شانګهای ځانګړی حالت دی، او پايلې يې له هغه څه سره چې مايې اټکل کړی و نژدې دي. خو څه چې زه يې حيران کړی يم د بېوزلو ولايتونو پايلې وې، چې ريښتيا ښې وې.د نرمښت کچې خورا حيراوونکې دي."

ښاغلی شلېچر وايي: "په چين کې دغه نظر ډېرې ژورې ريښې لري چې پوهنه د خوځښت او بري کلۍ ده."

په راتلونکي کې پانګونه

نوموړی وايي هغه پايلې چې د چين بېوزليو زده کوونکيو ورکړې، هر لوېديځ هېواد به پرې ورسره رخه کوي.

ښاغلی شلېچر د چين د پوهنيزو معيارونو دغه انځوريز لنډيز پر پياوړتيا باوري دی.

د يو ريښتيني انځور تر لاسه کولو په هڅه کې، د بېوزليو، منځنۍ کچې عايداتو او شتمنو سيمو په ګډون په نهو ولايتونو کې ازموينې اخيستل شوې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا سازمان جنوبي کوريا د يوې داسې بېلګې په توگه پيژندلې چې څنگه پوهنه په کې اقتصادي وده زياتولى شي

د چين حکومت تر دې مهاله د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا سازمان ته اجازه نه ده ورکړې چې د دغو ازموينو مفصلې پايلې خپرې کړي.

خو ښاغلی شلېچر وايي دغه پايلې د يوې داسې ټولنې له انځور پرده پورته کوي چې هم په کسيز او هم ټوليز ډول په پوهنه کې پانګونه کوي.

دی وايي په چين کې يوه بېوزلي ولايت ته د سفر پر مهال يې وليدل چې ښونځيو تر ټولو زړه راښکونکې ودانۍ لرلې.

خو په لوېديځ کې د ده په وينا بيا کيسه بل ډول ده، او ښې ودانۍ د پلورنځايونو وي.

دی زياتوي: "د يوې داسې ټولنې انځور دې په ذهن کې جوړېږي چې د اوسنيو لګښتي چارو پر ځای په خپل راتلونکي کې پانګونه کوي."

له زلميانو او نجونو د پوښتنې پر مهال چې خلک ولې په ښوونځيو کې بريالي کېږي، ستر کلتوري توپيرونه هم رامخ ته کېږي.

"د شمالي امريکا خلک په دوديز ډول باوري دي چې خبره له بخت سره تړلې ده. زه په رياضياتو کې له ځانګړې وړتيا سره زېږېدلی يم، خو که زه له لږ وړتيا سره زېږېدلی يم نو يو بل څه به زده کوم."

"په اروپا کې بيا خبره د ټولنيز ميراث ده: که زما پلار د نلونو تخنيکي کارګر و، نو زه به هم د خپل پلار ميراث ساتم."

"په چين کې د ۱۰ ترمنځ له ۹ زيات زده کوونکي بيا وايي خبره له دې سره تړلې چې څومره زيار باسم، او که په زيار زده کړه وکړم بريالی کېدی شم."

"دوی مسوليت پر غاړه اخلي. دوی له خنډونو پر تېرېدو توانېدی شي او وايي زه د خپل برياليتوب څښتن يم، د دې پر ځای چې پړه پر سيستم واچوي."

د پوهنې نړيوالې سيالۍ

د انځور حقوق CNS
Image caption د چين په ځينو بېوزلو سيمو کې ښوځيو تر ټولو زړه راښکونکې ودانۍ لرلې خو په لوېديځ کې بيا کيسه بل ډول ده، او ښې ودانۍ د پلورنځايونو وي.

سږ کال به د پيسا ازموينو يو بل پړاو هم ترسره کېږي، دا د نړيوالې پوهنې لپاره د نړيوال کپ په څېر خبره ده.

ښاغلی شلېچر په خپله وړاندوينه کې د راتلونکيو چټکو ښه کېدونکيو هېوادونو په توګه برازيل، ترکيه او پولڼد يادوي.

ښاغلی شلېچر چې يو جرمنی دی او په پاريس کې د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا سازمان په مرکز کې مېشت دی، د پوهنې دغې نړيوالې پرتله کونې رواني پلار ګڼل کېږي.

دی چې په يو پروګرام او هم يو نېک چلن سمبال دی، نظرونه يې د نړۍ په پوهنيزو څانګو کې له درناوي برخمن دي.

سپينې ماڼۍ د ولسمشر باراک اوباما په دې خبره د پيسا وروستيو پايلو ته ځواب ويلی ګنې هغه ولس چې "نن له موږه په پوهنه کې مخکې وي، سبا په ټولو برخو کې مخکښ وي".

ټاکل شوې د پيسا په نوي پړاو کې په څه د پاسه ۷۰ هېوادونو کې نيم مليون زده کوونکي وازمويل شي، چې پايلې به يې بيا راتلونکی کال خپرېږي.

ورته مطالب