"شیکاګو کنفرانس ته د نه بللو خبر ناسم دی"

ګیلاني د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني وویل چې د پاکستان او امریکا د اړیکو ښوالي په تړاو خبرې روانې دي.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ويلي د شیکاګو کنفرانس کې به تر بلنې وروسته د ګډون کولو یا نه کولو پرېکړه کوي.

په پام کې ده چې د روانې میاشتې پر شلمه نېټه شیکاګو کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو ناټو سرمشریزه وشي.

لندن کې د پاکستان سفارت کې د وینا پرمهال یوسف رضا ګیلاني خبري غونډې ته وویل هغه راپور رد کړ چې ګني پاکستان ته د شیکاګو کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

په دې اړه له لومړي وزیر سره یوځای خبري غونډې ته د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر وویل د ناټو له لوري پاکستان ته د شیکاګو کنفرانس کې د ګډون نه کولو بلنې په اړه بې خبري وښوده.

لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني وویل چې د پاکستان او امریکا د اړیکو ښوالي په تړاو خبرې روانې دي.

هغه دا هم وویل چې د پاکستان له لوري د تصویب شوو قراردادونو په اړه له امریکا سره ډاګیزه خبرې دوام لري او له امریکا سره د اړیکو د ښه والي په تړاو هم خبرې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې د څرګندونو په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې دغو پاکستاني چارواکو وویل چې د حافظ سعید په اړه که چېرې کره شواهد ومومي، نو پاکستان به یې محکمې ته راکاږي.

خو د القاعدې د اوسني مشر ایمن الظواهري په اړه پاکستاني چارواکو وویل چې د پاکستاني استخباراتي ادارې ای ایس ای او سي ای اې ترمنځ همغږي او همکاري دوام لري.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي وو امریکا پر دې باوري ده چې د القاعدې اوسنی مشر ایمن الظواهري هم پاکستان کې دی.

خو پاکستان وايي، که چېرې په دې اړه امریکا کره شواهد او استخباراتي معلومات لري، له پاکستان سره یې دې شریک کړي.

ورته مطالب