''حقاني شبکه دې ترهګره وبلل شي''

کابل د انځور حقوق Other
Image caption امریکا وايي حقاني شبکې کابل کې د امریکا پر سفارت او امریکایانو بریدونه جاري ساتلي.

د امریکا ځینو کانګریسي غړو له بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو په لیست کې د حقاني شبکې د اضافه کولو غوښتنه کړې ده.

دوی په یوه لیکل شوي لیک کې ویلي چې پاکستاني مېشتې دغې شکبې افغانستان کې د امریکا ګټو ته لوی ګواښ پېښ کړی دی.

له افغانستانه تازه امریکا ته ستنو شوو امریکايي سناتورانو له هیلري کلنټن غوښتي چې سم لاسي دې د حقاني شبکه ترهګریزه ډله ونومول شي.

د کمېټې په سر کې جمهوریت غوښتونکي او دیموکرات لوړرتبه مشرانو په یوه لیک کې هغه اندېښنې یوځل بیا تایید کړې دي چې حقاني شبکه د امریکا د ګټو پرضد بې ساري بریدونه کوي.

شپږ میاشتې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د حقاني شبکې په اړه پر نهايي مشورو بوخت دی.

په لیک کې راغلي چې په دې موده کې د حقاني شبکې پر امریکايي پوځيانو او کابل کې د امریکا پر سفارت بریدونه جاري ساتلي دي.

دوه زړی

په لیک کې پر امریکايي حکومت تور لګول شوی چې ښايي حقاني شبکې ته به په رسمي ډول د حقاني شبکې په ترهګرې ډلې نومولو کې دوه زړی وي؛ ځکه چې له طالبانو سره روغې جوړې ته رسېدل غواړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولنډ ویلي چې د امریکايي سناتورانو دا لیک یې ترلاسه کړی دی.

وزارت وايي چې اوس ددغه لیک په اړه په غور کولو بوخت دی.

د انځور حقوق FBI
Image caption امریکا وايي حقاني شبکه افغانستان کې د امریکايي ګټو لپاره لوی ګواښ دی.

ویکتوریا نولنډ وویل چې د حقاني شبکې ګڼ مشران په انفرادي ډول ترهګر نومول شوي، امریکا کې د دوی شتمني کنګل شوې او امریکایان له دوی سره له راکړې ورکړې منع شوي دي.

دې وویل دا ډېره مهمه ده چې ددغې شبکې غړي په انفرادي ډول د ترهګرو په لیست کې راشي.

د امریکا د قانون له مخې، هر هغه شخص یا ډله چې په رسمي ډول په ترهګرۍ تورنه شي، شتمني یې د مالیې وزارت له خوا اخیستل او کنګل کېږي او ګڼ نور بندیزونه پرې لګول کېږي.

حقاني شبکه د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو ښارونو کې کې د وروستیو هم مهالو بریدونو شا په لاس لرلو تورنه ده.

دارنګه، دا ادعا هم کېږي چې دا شبکه د پاکستان له استخباراتو (ای ایس ای) سره نژدې اړیکي لري.

ورته مطالب