ګوګل بې ډرايوره موټر وازمويل

Image caption د ګوګل دغه بې ډرايوره موټرونه به د ۰۰۱ نبمر پليټ لرونکي وي.

ګوګل کمپنۍ ته پر عامه سړکونو د بې ډرایوره موټرونو د ازميښت لپاره لایسنس ورکړل شو.

د تيکنالوژۍ دغه شرکت داسې موټر جوړ کړي چې چلوونکي يا ډرايور ته اړتیا نه لري.

دا بې ډرایوره موټرونه د لومړي ځل لپاره د نوادا پر عامه سړکونو وازمايل شول.

د لاس ويګس د پيژندل شوې تړانګې نه وروسته به ډير ژر دا موټرونه په عادي سړکونو وليدل شي.

د امريکا د نوادا د ترافيکو د څانگې مشر بروس برسلا چې موټرونو ته د لایسنس يا سند ورکول په غاړه لري وايي د ګوګل دغه بې ډرايوره موټرونه به

د ۰۰۱ نبمر پليټ لرونکي وي.

له دې سره څنګ ته به يو سمبول هم ولري او په پلېټ کې به يې سور رنګ وي چې ولسي وگړي او پوليس يې په اسانه و پيژندلای شي.

د موټر پر سر يا جنګله کې د لیزر وړانگه يو را دار او جالۍ جوړه ده چې لارويان، نور موټر چلونکي او سايکل چلونکي وګوري.

همدا رنګ به بې ډرايوره موټر د نويګشن يا ځای پيدا کولو لپاره د ګوګل له خپل توليد شوې نقشې يا ګوګل مپ څخه کار اخلي.

کارپوهان وايي چې دا ډول موټرونه تر ډرايور لرونکوو موټرانو په دې ښه دي چې د ترافيکي پيښو مخه به ونیسي او په دې پيښو کې د مړو او ژوبلو شميره

به را ټیټه کړي.

د ګوګل بې ډرايوره موټرونو بل کمال دا دی چې په يوه وخت کې ټول موټرونه، په يوه رفتار تګ کولای شي چې له امله يې سړکونو ته هم زيان نه رسيږي او

هم ترې په ښه ډول کار اخیستل کيږي.

ګوګل وايي دا موټر يې د سنفرانسیسکو پر سړکونو ازمايلي دي او هلته يې يوه ترافيکي پيښه درلوده.

ټکر د دوى له خوا نه و بلکې يوۀ بل موټر چلونکي دغه بې چلونکي موټر له شا وهلى و.

د روغتيا نړيوال سازمان د ترافيکي پيښو له امله په نړۍ کې کلنی ځاني زيان يو اعشاريه دوه ميليونه او ژوبليدنه ۵۰ ميليونه ښيي.

ورته مطالب