د چنګاښي ناروغیو مکروبي لاملونه

د انځور حقوق SPL
Image caption دا څېړنه ټکل کوي چې په سلو کې ۱۶ چنګاښي ناروغۍ مکروبونو زېږولي دي.

یوې نوې خپرې شوې څېړنې رابرسېره کړې ده چې د چنګاښي یا سرطاني ناروغیو یو لویه برخه انتاني یا مکروبي لاملونه لري.

ډاکټران له اوږدې مودې راهیسې په دې باور دي چې ډول ډول وایرسونه، مکروبونه او پرازیتونه د بېلابېلو چنګاښي ناروغیو په زېږولو کې ونډه لري.

خو دا نوې څېړنه چې په ۱۸۴ هېواونو کې یې د ۲۷ چنګاښي ناروغیو لاملونه څېړلي دي، اټکل کړی دی چې په سلو کې ۱۶ چنګاښي ناروغۍ مکروبونو زېږولي دي.

دا چې چنګاښي ناروغۍ په داسې یوه لویه پیمانه انتاني لاملونه لري، نو څېړنې په همدې بنسټ غږ کړی دی چې چنګاښي ناروغیو ته دې هم د ساري ناروغیو په سترګه وکتل شي.

کوم څلور مکروبونه او وایرسونه چې د دې چنګاښونو د یو غټ شمېر لامل بلل کېږي، په ټولیزه توګه په آسانه، او ارزانه بیه د مخنیونې او درملنې وړ بلل شوي دي.

هیومن پپیلوما وایرس Human Papillomaviruses، هېلېکو باکټر پایلوري Helicobacter pylori، او هېپتایتس بي او سي په خپل وار د نس یا رحم د غاړې، ګېډې، او لړمون د چنګاښي کېدو لاملونه دي.

د دې څېړنې بله د پام وړ برسېرونه دا ده چې د چنګاښ زېږونکو انتاني ناروغیو پېښې مخ په ودې هېوادونو کې په پرتلیزه توګه ډېرې لیدل شوي دي.

د بېلګې په توګه په ځینو افریقایي هېوادونو کې دا شمېره ۳۲.۷ سلنې ته پورته کېږي.

د عامې روغتیا د څانګپوهانو له خولې، اړین درملیز او مخنیویز (وقایوي) ګامونه د دې ناروغیو ګواښ او اقتصادي بوج سپکولی شي.

دا هم جوته شوې ده چې د دې مکروبونو ډېری برخه د مخنیویزو واکسینونو او مکروب ضد درملو په مټ شنډېدلی شي.

د ساري ناروغیو څانګپوهان لارښونه کوي چې په انفرادي کچه هم داسې ګامونه اخیستل کېدای شي چې وګړي د دې ناروغیو له ګواښه تر ډېرې خوندي وساتي.

د ناپاکو ستنو او تېرو سامانونو د کارولو نه ډډه، د ککړو لاسونو سپېڅل، او جنسي اړیکو کې د کلک احتیاط نه کار اخیستل د دې ګامونو ځینې بېلګې دي.

ورته مطالب