د اسپانیا ''قهرېدلي'' غورځنګ لسګونه زرو غړو اعتراض وکړ

اسپانوي مظاهره کوونکي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د "قهرېدلي" غورځنگ غړي وايي چې اقتصادي کړکېچ خورا نا سم سمبال شوى دى.

لسگونه زره کسان په اسپانيا کې د اقتصادي ناخوالو خلاف د ستر اعتراض پر لومړۍ کاليزه بيا د لويو ښارونو لارو او کوڅو ته وتلي وو.

دغه اعتراضي غورځنگ د "قهريدلو" په نامه يادېږي او غړو يې د ټولې اسپانيا په اتيا ښارونو کې مظاهرې کړې دي.

تر ټولو لويه مظاهره د مادريد په مرکزي ډگر کې وه او اټکل دى چې اعتراضونه په راروانو ورځو کې هم تر سره شي.

گاى هېجيکو له مادريد نه پخپل رپوټ کې وايي:

''په مادريد کې د مظاهره کوونکو له راټولېدو سره سم چې له بېلابېلو ناحيو نه د ښار مرکز ته ور روان وو، د ميلې يوه فضا جوړه شوې وه.

دوى زياتره ځوانان وو، خو متقاعدين هم پکې ليدل کېدل او ټول د پيورتا دېل سول خواته چې د مادريد يو مشهور ډگر دى، ور روان وو.''

ځينو سندرو ويلي او نارې يې وهلې او چا د دوبي پر دغه توده ورځ د مسخرو کالي اغوستي وو.

خو پر څه يې چې اعتراض درلود، هغه يوه جدي مساله وه.

د "قهرېدلي" غورځنگ غړي وايي چې اقتصادي کړکېچ خورا نا سم سمبال شوى دى.

مخکې پخپله پر دوى نيوکې وې چې کوم ټاکلى وړانديز نه لري. خو د دوى باور دادى چې د اسپانيا روانې اقتصادي ويجاړۍ د دوى توره بيا تېره کړې ده.

د وزگارانو شمېر په سلو کې ٢٤ ته رسېدلى، اقتصاد بيا د غوړېدو پر ځاى په څټ تللى او حکومت دا اوونۍ د هېواد څلورم ستر بانک ملي کړ.

د "قهرېدلو" غورځنگ د محافظه کار حکومت د سپمايي اقداماتو کلک مخالف دى.

خو اوس د دوى بحث پر دې پيل شوى چې څه ډول د اسپانيا سياسي او اقتصادي مشران لا ډېرې حساب ورکونې ته اړ باسي.

ورته مطالب