مکسیکو کې ۴۹ مړي موندل شوي

مکسیکو د انځور حقوق
Image caption مکسیکو کې له ۲۰۰۶ راهیسې لسګونه مکسیکي وګړي وروسته تر هغه ووژل شول، چې ددغه هېواد ولسمشر فیلیپ کالدیرون د نشه يي توکو د قاچاقچي ډلو پرضد پراخه پوځي عملیات پیل کړل.

په مکسيکو کې چارواکي وايي له شمالي ښار مونټري د عمومي سړک خواته يې ۴۹ مسخ شوي جسدونه موندلي دي.

امنيتي چارواکي وايي له دغو جسدونو سرونه او لاسونه بيل شوي او ګرانه ده چې په اسانه وپېژندل شي.

دوی وايي دغه کسان د نشه يي توکو سره د جګړې پر مهال وژل شوي او يو ليک چې له دوی سره ايښودل شوی په کې ليکل شوي چې دغه کسان د زيتاس کارټل ډلې وژلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د یوه چارواکي په حواله ویلي چې "چټکې لارې ته څېرمه ۴۹ مسخه شوي مړي موندل شوي، چې د امریکا له پولې ایله ۱۸۰ کیلومتره لیرې ده."

پولیسو د مکسیکو په لوېديځ کې په دوو ګاډو کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې ۱۸ مسخه شوي مړي موندلي وو، چې د ټولو سرونو غوڅ شوي وو.

مکسیکو کې له ۲۰۰۶ راهیسې لسګونه مکسیکي وګړي وروسته تر هغه ووژل شول، چې ددغه هېواد ولسمشر فیلیپ کالدیرون د نشه يي توکو د قاچاقچي ډلو پرضد پراخه پوځي عملیات پیل کړل.

په تېر سپتمبر کې هم پولیسو په ویراکروت سیمه کې ۳۵ مړي وموندل، او همدارنګه په تېر نومبر کې یې په ګوادلاخارا ښار کې ۲۶ نور مړي موندلي وو.

په مکسیکو سیټي کې د بي بي سي خبریال وايي، داسې نښې نه شته، چې ګني اوس د یکشنبې ورځې دا جرمي کړنه چا ترسره کړې ده.

ورته مطالب