د نیپال مسافر وړونکې الوتکې لوېدو ۱۵ کسان وژلي

نیپال کې د مخکنۍ لوېدلې الوتکۍ عکس ګورﺉ د انځور حقوق REUTERS
Image caption تېر کال له کتماندو بهر یوه الوتکه راولوېده، چې لږترلږه ۱۹ سپاره کسان، چې ډېری یې سیلانیان وو، ووژل شول.

له نيپال نه راپورونه وايي يوه الوتکه چې ۲۱ کسه يې لېږدل د هېواد په شمال کې رالوېدلې ده، چې ۱۵ کسان په کې وژل شوي او شپږ ژوندي پاتې دي.

ځايي پوليس وايي الوتکه د جامسوم پر هوايي ډګر د کېناستو پر مهال پرېوتې ده.

په دغه الوتکه کې سيلانيان او غر ختونکي ناست وو.

ويل کېږي دغه الوتکه د اګني ايير شرکت ده.

د نیپال پولیسو ویلي چې دا الوتکه پر جامسون هوايي ډګر د راکوزېدو په هڅه کې وه.

په مسافرو کې یو شمېر هندي وګړي هم وو.

په الوتکه ۱۸ مسافر او درې د الوتکې عمله وه.

په وژل شوو کې دیارلس هندي مسافر او دوه نیپالي پیلوټان دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس ایم کریشنا په دې پېښه غمشریکي ښودلې ده.

د پولیسو یوه ویاند بینود سینګهـ اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "الوتکه جنګېدلې ده، او اوس یې په یوه دره کې اور اخیستی دی."

ژغورندویې ډلې هڅه کوي چې ژوندي کسان راوباسي خو وايي چې لږترلږه څلور کسان ژغورل شوي او د پوخارا ښار روغتون ته یې لېږدولي دي.

جامسون د هیمالیا غرونو د لړۍ یوه خطرناکه لیرې ولسوالي ده.

هلته یو مذهبي ځای هم موقعیت لري، چې هندوان او بودایان مذهبي مراسم په کې لمانځي.

تېر کال له کتماندو بهر یوه الوتکه راولوېده، چې لږترلږه ۱۹ سپاره کسان، چې ډېری یې سیلانیان وو، ووژل شول.

ورته مطالب