'رستن' ښار کې ۲۳ سوري پوځيان وژل شوي

سوري پوځ د انځور حقوق a
Image caption د اوربند پر پرېکړې سربېره لاهم سوریه کې مخالفان نښتې کوي.

د سوریې په رستن ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفانو ترمنځ نښتو کې لږترلږه ۲۳ حکومتي پوځيان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکي وايي، چې دا نښته د دوشنبې په ورځ د پلازمېنې دمشق په شمال رستن ښار کې شوې، چې د پوځ درې زغره وال ګاډي هم په کې ویجاړ شوي.

د سوري نظام مخالفانو مخکې ویلي وو چې سوري ځواکونو پر رستن ښار توپونه ویشتلي، چې لږترلږه نهه کسان یې وژلي او ۴۰ نور یې ژوبل کړي دي.

دوی وايي چې دا بریدونه د سوریې د خپلواک پوځ له ولکې د ایستلو په موخه شوي.

رویټرز د پوځ د یوې سرچینې په حواله ویلي "د شپې له درو بجو وروسته پر ښار توپونه او توغندي ویشتل شوي، رستن ښار نژدې په بشپړه توګه ویجاړ شوی."

لاریونونه

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د استازي کوفي عنان د اورند د پلان دویمه میاشت کېږي، د سوریې په ادلب، درعا، او ځینو نورو سیمو کې لاهم د واکمن نظام پرضد د ځوانانو مظاهرې دوام لري.

فعالین وايي سوري ځواکونو حماة ښار کې په یوه برید کې لږترلږه اووه ولسي وګړي وژلي.

د انځور حقوق AP
Image caption د سوري نظام مخالفانو مخکې ویلي وو چې سوري ځواکونو پر رستن ښار توپونه ویشتلي، چې لږترلږه نهه کسان یې وژلي او ۴۰ نور یې ژوبل کړي دي.

حماة د ولسمشر بشارالاسد د مخالفینو یو ټينګ مرکز ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي چې پر دغه سیمه برید کې ۱۸ کسان وژل شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي.

د مړو سپارل

په دمشق کې د سوري نظام مخالفانو ویلي چې سوري ځواکونو د هغو اوو وژل شوو ځوانانو مړي سپارلي، چې د دمشق سني مېشتې سیمې پر یوه کلي کې پوځيانو په ډزو وژلي وو.

دوی وايي چې دا مړي د یوه سوري ضابط د خوشي کېدو په بدل کې سپارل شوي.

یوې سرچینې ویلي چې د تېرې جمعې تر ورځې سوري پوځ د دغو اوو ځوانانو د مړو له سپارلو انکار کاوه، چې د روانې میاشتې پر پنځمه وژل شوي وو.

همدا وو چې مخالفانو د سوري پوځ یو ضابط یوسف زغبور د یکشنبې پر ورځ وتښتاوه.

ورته مطالب