'پاکستان ناټو ته ستونزې نه، اسانتیا برابرول غواړي'

حنا رباني کهر د انځور حقوق AFP
Image caption حنا رباني کهر دا هم ویلي چې پاکستان خپله دنده ترسره کړې ده او په راتلونکي کې غواړي چې د رول درناو یې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له پاکستاني لوري سره یې افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي لارې بېرته پرانیستو پرسر خبرو کې پرمختګ کړی دی.

سرچینه وايي چې دواړه غاړې پر دې مسالې لاهم کومې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلې.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر ویلي چې پاکستان افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لپاره ستونزې نه جوړوي، بلکې په وینا یې غواړي چې هلته د اسانتیاوو پیداکولو په هڅه کې دی.

د تېرې دوشنبې په ماښام واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولنډ خبریالانو ته وویل چې امریکا افغانستان کې د ناټو ځواکونو اکمالاتو ته د ځمکنۍ لارې موندلو جدي لټه کوي.

هغې دا هم ویلي چې ''زموږ ډله اوس پاکستان کې ده، چې د اکمالاتو ځمکنۍ لارې پرانیستو پر سر خبرې کوي. نن ګهیځ دوی پخپلو خبرو کې ډېر پرمختګ کړی دی، خو اوس له پاکستان سره په دې اړه وروستۍ پرېکړې ته د رسېدو پر سر خبرې روانې دي.''

د شیکاګو کنفرانس

د ناټو شیګاکو کنفرانس کې د پاکستان د ګډون او یا بلنې په تړاو آغلې نولنډ وویل ''تر دې پرته چې څو ورځې مخکې په دې اړه څه معلومات خپاره شول، نور معلومات یې په اړه زه نه لرم. تاسې اورېدلي چې د ناټو سرمنشي په دې اړه څه ویلي دي، نور یې به په اړه جزییات نه لرم.''

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویل شوي چې ''په تېرو لسو کالو کې مو د ناټو د اکمالاتو هېڅ مالیه وانخیسته، خو زموږ حکومت او امنیت خراب شو، موږ دا ټول ددې لپاره وکړل چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره ستونزې پیدا نه کړو، بلکې اسانتیاوې ورته ومومو.''

حنا رباني کهر دا هم ویلي چې پاکستان خپله دنده ترسره کړې ده او په راتلونکي کې غواړي چې د رول درناو یې وشي.

هغې وویل چې د ناټو پر اکمالاتو د لارې تړلو اصلي لامل د ناټو بمبارۍ کې د پاکستاني پوځيانو وژل کېدل وو:

''موږ د نامنصفانه برید پروړاندې غبرګون وښود، اوس له امریکا سره زموږ اړیکي یوڅه ښه شوي او د لا ښه کېدو په لټه کې یې یو.''

ورته مطالب