فرانسوا اولاند د ولسمشرۍ لوړه وکړه

فرانسوا اولاند د انځور حقوق AFP
Image caption تلونکي ولسمشر نیکولا ساغکوزي ایلیسي ماڼۍ ته د اولاند د ننوتلو هرکلی کړی دی.

فرانسوا اولاند سه شنبې په ورځ د فرانسې د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

نوموړي د لوړې کولو پرمهال ژمنه وکړه چې فرانسه به له اقتصادي کړکېچه راوباسي.

په تېرو اوولسو کلونو کې دا لومړنی سوسیالست ولسمشر دی چې د ایلیسي په نوم ماڼۍ کې ځای پرځای کېږي.

د فرانسې نوی ولسشمر فرانسوا اولاند د ولسمشرۍ لوړه کوي.

نوموړی به له لوړې کولو وروسته خپل وزیران ټاکي

په پاریس کې د لوړې مراسمو تر بشپړېدو وروسته به ولسمشر اولاند خپل لومړی وزیر ونوموي، چې وروسته تر هغه به جرمني له لومړۍ وزیر انګلا مېرکل سره د خبرو په موخه برلین ته ولاړ شي.

تلونکي ولسمشر نیکولا ساغکوزي ایلیسي ماڼۍ ته د اولاند د ننوتلو هرکلی کړی دی.

نوموړي اولاند ماڼۍ ته بدرګه کړ او د ځینو ځانګړو وسلو شفرونه یې وروښودل.

بیا وروسته کوچني او لنډ مراسم جوړ شول، چې په لړ کې یې ۴۰۰ کسانو ګډون کړی و.

ورته مطالب