نوى ولسمشر: د اروپا اقتصادي بحران د حل یوه پروژه غواړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د فرانسې نوي ولسمشر د نورو موضوعګانو په اړه د څرګندونو ترڅنګ د توکم پالنې پرضد د مبارزې په اړه هم وغږید.

د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند وويل چې ډېر ژر به په اروپا کې د اقتصادي ودې د ټوکېدو لپاره يوه طرحه وړاندې کړي.

ښاغلي اولاند د دندې له پيل سره سم وويل چې اروپا ته له اقتصادي کړکېچ سره نوى چلند په کار دى او يوازې د دولتي پورونو د کمولو لپاره سپما گټوره نه پرېوزي.

فرانسوا اولاند چې نن يې په اوولسو کلو د لومړني سوسيالېست ولسمشر په توگه کار پيل کړ، لږ وروسته جرمني ته ځي چې د خبرو اصلي موضوع به يې اقتصاد وي.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړي ځل دی چې د سوسیالست ګوند مشر په فرانسې کې د ولسمشر په توګه ټاکل کيږي.

فرانسوا اولاند د لوُړې په مراسمو کې وویل دی له هغو ننګونو نه خبر دی چې فرانسه ورسره مخامخه ده. هغه په ځانګړې توګه د کمزوري اقتصاد یادونه وکړه او د اروپا د اقتصادي ودې لپاره یې د یوې نوې لارې غوښتنه وکړه.

ښاغلي اولاند وویل دې به په همدې خاطر اروپا ته د یو داسې پروګرام وړاندیز وکړي چې دوه ګټې به ولري.

ښاغلي اولاند زياته کړه "نن په ځانګړې توګه په اروپا کې موږ ته سترګې نیولې، موږ ته په انتظار دي او ګوري. هغه اقتصادي بحران چې په اروپا کې راغلی د حل یوه پروژه غواړي. اقتصاد وده غواړي. زه به خپلو اروپايي متحدینو ته د یو نوی پروګرام وړاندیز وکړم چې نه یوازې د پورونو کچه به ورسره کمه شي بلکې همهاله به اقتصادي وده هم ورسره وشي".

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې وروستې شمېرې ښيي چې په یورو زون کې اقتصادي حالت مخ په ځوړ دی.

د کال په لومړیو دریو میاشتو کې په ټوله سیمه کې اقتصادي وده صفر وه.

د انځور حقوق AP
Image caption فرانسوا هولاند وویل دی پخواني ولسمشر ښاغلي ساغکوزي ته د هغه د نوی ژوند لپاره نیکې هیلې لري.

د فرانسې نوي ولسمشر د نورو موضوعګانو په اړه د څرګندونو ترڅنګ د توکم پالنې پرضد د مبارزې په اړه هم وغږید. ده وویل د توکم پالنې پرضد په مبارزه کې به لومړیتوبونه وټاکي.

"زه به د توکم پالنې او بدبنیو نور هر ډول تبعض پرضد مبارزه وکړم. باور هله کیږی چې بېلګه وښایو. د فرانسې د ولسمشر په توګه به زه خپل ځانګړې مسوولیتونه خپل لومړني مسوولیتونه وګرځوم. زه به لومړیتوبونه وټاکم خو زه به د هرڅه او هرچا په اړه په هر ځای کې پریکړه نه کوم".

د فرانسې نوی ولسمشر فرانسوا اولاند زیاته کړه چې فرانسه د تاریخ په اوږدو کې له ډیرو ننګونو سره مخامخه شوې ده. ده خپل ولس ته په خپل پیغام کې وویل چې باروې دې اوسې چې پر شته وو ننګونو به لاس برې کیږي.

نوموړى به به نن سه شنبه د ورځې په وروستیو کې خپل صدراعظم ټاکي او بیا به د جرمنې له صدراعظمې انګیلا میرکل سره د خبرو لپاره برلین ته لاړ شي. ښاغلي اولاند چې د پنځو کلونو لپاره د پخواني ولسمشر نیکولاس ساغکوزي پرځای ټاکل شوی وویل هغو ټولو کسانو ته چې له ده نه یې مخکې د فرانسې ولسمشري کړې خپل درناوې وړاندې کوي.

فرانسوا اولاند وویل دی پخواني ولسمشر ښاغلي ساغکوزي ته د هغه د نوی ژوند لپاره نیکې هیلې لري.

ورته مطالب