فرانسې او جرمني د ګډو همکاریو ژمنه وکړه

میرکل او اولاند د انځور حقوق Reuters
Image caption اولاند او میرکل وايي ددواړو د خبرو اصلي ټکی پر اقتصادي ودې راټول و.

د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند او د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د یورو د ژور بحران پر سر د مبارزې له توپیرونو سره سره، یووالی وښود.

په برلین کې په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې دواړو مشرانو په هغو ګډو وړاندیزونو هوکړه وکړه چې اروپایی غونډې ته به وړاندې کیږي.

خو ښاغلي اولاند بیا وویل چې هغه د بودیجې په اړه د اروپایي مالي تړون په اړه بیا خبرې اترې غواړي.

ولسمشر وړمه شپه په برلین کې و او دوې شپې وروسته به متحدو ایالتونو ته ورځي چې د اتو پرمختللو صنعتي هیوادونو په غونډه کې ګډون وکړي، په کور د ننه د وزیرانو د کابینې جوړول هم په مخکې دي.

همدا اوس د هغه د لومړي وزیر نوم څرګند شوی دی، هغه جین مارک ایارولت دی چې د ولسمشر ملګری او په پارلمان کې د سوسیالستې ډلې مشر دی او په جرمني هم غږیږي.

د پروتوکول له مخې د وزیرانو غوراوی د لومړي وزیر دنده ده خو ولسمشر په جدي توګه په کې ښکېل دی.

د وزیرانو نومونه مالي مارکیټونو ته د دې اشاره ده چې کوم ډول حکومت به جوړېږي.

یو نوم چې ډېر پام به واړوي، مشېل ساپین دی چې ښایي د مالیې وزیر شي او د سپما په اړه د بروسل غوښتنې عملي کوي.

د هغه دنده پرون تر دې خبر وروسته نوره هم ګرانه وختله چې وایي د کال په لومړي فصل کې فرانسې هېڅ اقتصادي وده نه ده کړې.

ښایي د فرانسې لپاره یوه سپما له افغانستانه د دوی د پوځونو را ایستنه وي.

ښاغلی اولاند د یکشنبې په ورځ د چیکاګو کنفرانس ته ور روان دی او له ناټو به وغواړي چې د کال تر پایه یې پوځونه هېواد ته ورستانه شي.

ښایي دا غوښتنه به د ناټو د ځینو غړو خوښه نه شي خو په هېواد کې د ننه یې ملاتړ موندلی دی او د وګړو په سلو کې اتیا یې د پوځونو د را ایستلو پلوي کوي.

ورته مطالب