د هاګ محکمې ملادیچ په ''توکم وژنې'' تورن کړ

ملادیچ د انځور حقوق Reuters
Image caption ملادیچ تېر کال د محکمې د پرېکړې اورېدو پرمهال وویل "ټوله نړۍ پوهېږي چې زه څوک یم. "

د هاګ د جرمونو ضد محکمه کې د بوسنیا سربی مخکنی قومندان راتکو ملادیچ له ۱۱ تورونو سره مخامخ دی.

محکمې ملادیچ په بوسنیا کې په ''توکم وژنې'' وژنې تورن کړ.

د هغه څارنوال د محکمې د پرانیستلو په وینا کې وویل، چې د جنرال ملادیچ ځواکونو جنسي تېري د خپلې وسلې په ډول کاراوه:

''د جنسي تورونو جرمونه، د بوسنیایانو د توکمونو د له منځه وړلو د بهیر مهمه برخه وه. په دې ډول جرمونو کې ښځې تر ټولو ډېرې په نښه شوي او په نارینه وو هم دغه ډول تېري شوي دي. ځینې وخت جنسي تېري کوونکو، جنسي قربانیان په زور دې ته مجبورول، چې یو پر بل جنسي تېري وکړي.''

جنرال ملادیچ د وروستي ځل لپاره د بالکان د ۱۹۹۹ مې لسیزې په جګړو کې د ټول وژنې اصلي مخکښ و.

پر هغه تور دی چې تر یوې اوونۍ یې په جګړه کې په ۱۹۹۵ کال د سربستان تر ۷۰۰۰ مسلمان زلمیان او نارینه وژلي دي.

جنرال ملادیچ دا تورونه کرکجن بللي، او محکمې ته یې ویلي چې په دې جرمونو کې هغه نه وو شریک.

۷۰ کلن جنرال ملادیچ له شاوخهوا ۱۵ کلونو وروسته سربي پوځيانو د تېر کال په مۍ میاشت کې ونیو او هاګ محکمې ته یې وسپاره.

ملادیچ اوس په هماغه زندان کې د محاکمې په انتظار دی، چې د هغه مخکنی سیاسي مشر رادوان کارادیچ پکې بندي و.

کارادیچ په ۲۰۰۸ کال ونیول شو چې د ملادیچ په څېر په انساني ضد کړنو او ټول وژنو تورن دی.

جنرال ملادیچ د بوسني مسلمانانو او کرواتي خلکو په ټول وژنې تورن دي، او دا چې نوموړي په ۱۹۹۲ کال یې نژادي ضد کمپاین پیل کړی و.

پر هغه دا تور هم دی چې د ۴۴ میاشتو لپاره یې سراییو کلابنده کړې وه چې لږترلږه ۱۰۰۰۰ خلک په کې ووژل شول.

د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریال پیټر بېلز په هاګ کې وايي چې دا په اروپا کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ناوړه جګړه او ټول وژنه ګڼل شوې ده.

د ملادیچ محاکمه به شاوخوا ۲۰۰ ساعته دوام وکړي، چې د هغه ضد څه باندې ۴۰۰ عیني شاهدان هم په کې حضور لري.

ملادیچ تېر کال د محکمې د پرېکړې اورېدو پرمهال وویل "ټوله نړۍ پوهېږي چې زه څوک یم. "

"زه جنرال راتکو ملادیچ یم. ما له خپلو او هېواد دفاع کړې ده... او زه له خپل ځانه دفاع کوم. "

رادوان کاراجیج

د ۲۰۰۸ کال په جولای کې رادوان کاراجیج چې په ٩٠ مه لسيزه کې په بوسنيا کې د انسانيت ضد په جرمونو کې ونډه درلوده، ونیول شو.

د انځور حقوق
Image caption په ١٩٩٦ کال کې د ديتون د سولې له پرېکړې وروسته ښاغلى کاراجيج ترى تم شو، چې په لوېديځ کې استخباراتي شبکې يې لس کاله په لټه کې وې .

د نوموړي هغه انځورونه چې خبريالانو ته ښودل شوي، تر پخوانيو هغو ډېر توپير درلود، په نويو عکسونو کې يې اوږده ږيره او سپين وېښتان دى.

رادوان کاراجيج په بوسنيا کې د مسلمانانو په ډله ييزه وژنه تورن دى ، چې په بوسنيا کې د له جگړې وروسته په نړيواله کچه تر څارنې لاندې ونيول شو.

د ١٩٩٢ او ١٩٩٥ کلونو ترمنځ د بوسنيا په کورنيو جگړو کې لسگونه زره خلک ووژل شول.

دغه بوسنيايى قومندان د ٧٥٠٠ نارينه وو او ځوانانو مسلمانانو د ډله ييزې وژنې په رهبري کولو تورن شوى دى.

په ١٩٩٦ کال کې د ديتون د سولې له پرېکړې وروسته ښاغلى کاراجيج ترى تم شو، چې په لوېديځ کې استخباراتي شبکې يې لس کاله په لټه کې وې.

ورته مطالب