شاه رخ خان له لوبغالي وايستل شو

شاه رخ خان
Image caption شاه رخ خان وايي د لوبغالي کارکوونکو د ده ماشومان پورې وهل.

د هندي سینما وتلی ستوری شاه رخ خان وروسته له هغه د کریکټ لوبغالي ته له ورتګه منع شو چې د لوبغالي له کارکوونکو سره یې لانجه وکړه.

د ممبۍ د کریکټ ټولنې مشر د "ونخاندي" لوبغالي له کارکوونکو سره د شاه رخ خان چلند ناوړه وباله.

شاه رخ خان چې نه یوازې په هندوستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې ډیر شهرت لري د ناوړه چلند خبره رد کړې او وايي هاله په غصه شو چې د لوبغالي کارکوونکو د ده ماشومان پورې وهل.

شاه رخ خان د ۱۹۶۵ میلادي کال د نومبر په دوهمه نیټه زیږدلی دی.

زده کړې یې په اقتصاد کې کړي او د اتیایمې لسیزې په وروستیو کې يې اول تلویزون او بیا فلمونو ته مخه وکړه.

شاه رخ خان چې په کینگ خان هم مشهور دی تراوسه په څه باندې ۷۰ فلمونو کې کار کړی.

دیوانه، ډرر، بازیګر او انجام د شاه رخ خان له لومړنیو فلمونو دي.

دل والې دهلنیا لي جایګي، کوچ کوچ هوتا هی، دیوداس، چک دی انډیا، اوم شانتي اوم، ربنی بنادي جوړي، راو ون، کبي ها کبي نا، کل هو نا هو، ویرزرا، کبي الویدا نا کیهنا، ماﺉ نییم ایز خان او ډان ټو د شاه رخ خان هغه فلمونه دي چې د یو ميلیارد ډالرو په ارزښت یې کاروبار کړی دی.

شاه رخ خان تراوسه د فلم فیر ۱۴ جایزې ګټلي او له ۳۰ نه ډیر ځله د جایزو لپاره نومول شوی دی.

ورته مطالب