اولاند اوباما ته ويلي فرانسوي سرتېرو له افغانستان ژر باسو

اوباما، اولانډ د انځور حقوق AFP
Image caption د يورو زون کړکېچ به د G اته پر غونډې لکه سيورى پروت وي.

د اتو سترو صنعتي هېوادو مشران د واشنگټن شمال پلو کېمپ ډېوېډ ته د سرمشريزې لپاره ورټولېږي چې تر ټولو لويه موضوع به يې د يورو په چلندي سيمه کې کړکېچ وي.

افغانستان او هلته روانه شخړه د غونډې له بلې مهمې موضوع څخه ده.

د فرانسې نوي ولسمشر لا دمخه د ټاکنو پر مهال خپله کړې ژمنه بيا راغبرگه کړه چې د دې کال تر پايه به خپل ٣٥٠٠ پوځيان له افغانستان نه وباسي.

په اروپا کې د اقتصادي کړکېچ په اړه خبرې پرون د ورځې په اوږدو کې هله پيل شوې چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د برتانيا صدراعظم ډېوېډ کېمرون جلا جلا د فرانسې له نوي ولسمشر فرانسوا اولاند سره د لومړي ځل لپاره وکتل.

له واشنگټن نه پول آدمز په خپل راپور کې وايي د اتو صنعتي هېوادو مشران به خپلې لومړنۍ خبرې په کېمپ ډېوېډ کې د غرمنۍ پر مهال کوي.

د يورو زون کړکېچ به پر غونډې لکه سيورى پروت وي.

په سپينه ماڼۍ کې تر کتنې وروسته بارک اوباما او فرانسوا اولاند دواړو پر هغه څه ټينگار وکړ چې ښاغلي اوباما د ودې پياوړې آجندا وبلله.

ډېوېډ کمران له ښاغلي اولاند سره تر خپلې غونډې وړاندې، د يونان د بانکونو او د يورو زون د خونديتوب په اړه د غوڅو پرېکړو غږ وکړ.

فرانسوي سرتېري باسو

د افغانستان موضوع به هم چې مشران پر يکشنبه په شيکاگو کې د ناټو سرمشريزې ته ځان جوړوي، پر دې غونډې هم پراخه خپره وي.

د فرانسې نوي ولسمشر وويل چې د ناټو له نورو هېوادو څخه د مخه د دې کال تر پايه يې د عسکرو د ايستلو ژمنه چې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال شوې وه، د بدلېدو نه ده.

خو هغه ولسمشر اوباما ته وويل چې فرانسه به د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره "بله لار" ومومي.

د افغانستان، لېبيا او ايران په مسالو کې له ولسمشر اوباما سره د فرانسې مخکنى ولسمشر نيکلا ساغکوزي کلک تر څنگ ولاړ و.

خو دا چې ښاغلى اولاند به ورسره څه ډول انډيوالي پالي، لا روښانه نه ده.

ورته مطالب