زکربرګ د فیسبوک له لارې خلک له خپل واده خبر کړل

Image caption ناوې پرسيلا چان د دوشنبې په ورځ (د مۍ ۲۰) د طب پوهنتون نه فارغه شوه.

د فیسبوک بنسټ ايښوودونکي او میلیونر مارک زکربرګ څنګه خپل د واده خبر نړیوالو ته ورکړ؟ په فیسبوک کې د خپل مدني حال په بدلولو.

مارک زکربرګ په فیسبوک کې خپل مدني حال چې مجرد و واده شوي ته واړاوه او په همدې ډول يې خپل ملګري او نور خلک خبر کړل.

زکربرګ له خپلې ۲۷ کلنه ملګرې پرسيلا چان سره په کلفورنيا کې د ده په کور کې واده وکړ.

ناوې يو سپين کمیس اغوستی وه چې اوږده لسټوني يې درلودل او ګوتمۍ يې هم مارک زکربرګ له ياقوتو جوړه او ډيزاين کړې وه.

د زوم هم توره ديريشي په تن وه.

د دې رپوټ د ليکولو تر وخته شاوخوا ۵۰۰ زرو کسانو د زکربرګ مدني حالت چې د ده او د ميرمنې له تصوير سره يې مل و خوښ کړی وه.

دې واده د فیسبوک يوې اوږدې او ستړې اوونۍ ته د پای ټکی کيښود.

د جمعې په ورځ فیسبوک خپلې ونډې بازار ته را و ايستلې او مارک زکربرګ يې د نړۍ د شتمنو کسانو په ډله کې را وست.

تر کومه چې د ناوې خبره ده هغه هم د دوشنبې په ورځ (د مۍ ۱۴) د طب پوهنتون نه فارغه شوه.

میلمنو داسې ګومان کاوه چې د ناوې د فراغت ملمستيا ته ورځي خو چې کله د زکربرګ کورته ورسیدل پوه شول چې واده دی.

دې جوړې نهه کاله وړاندې د هاروډ په پوهنتون کې سره وليدل او له هماغه وخته سره يو ځای وو.

په فیسبوک کې د مارک زکربرګ پر سټيټس يوې تبصرې د هغه د ښه ژوند په اړه ليکلي وه:

مارک ته د نړۍ تر ټولو شتمن کس يې، ميرمنې دې ډاکتره او ښکلې ده، خپل کار يا دندې سره مينه لرﺉ، دنيا دې د تل لپاره بدله کړې او اوس مهال تر ټولو ښه ژوند لری نو د دې ژوند يوه ثانيه هم ضايع نه کړې.

ورته مطالب