اوباما: نړیوال افغانستان کې زموږ د تګلارې ملا تړي

شیکاګو د انځور حقوق
Image caption د ناټو - شیکاګو سرمشریزې ته شپیته هېوادونه او سازمانونه وربلل شوي، چې د دوشنبې ورځې ترپایه به غونډه دوام کوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما شیکاګو کې د ناټو سرمشریزې ته ویلي، چې افغانستان کې د امریکا له تګلارې سره نړۍ ملاتړې ده.

نوموړي د تېرې یکشنبې پر ورځ (د مۍ ۲۰مه) د ناټو سرمشریزې ته وویل، چې افغانستان کې "سختې ورځې په مخ کې دي".

بارک اوباما- شیکاګو ته د ناټو اته ویشتو وربلل شوو هېوادونو مشرانو ته په وینا کې ویلي چې "ددې ماموریت د بشپړولو لپاره باید ټول سره یوموټي او یو بل ته اوږده وکرړو. نړۍ شاهده ده چې ناټو تر اوسه ډېرې بریاوې ترلاسه کړې دي."

د ناټو مشران د دوشنبې پر ورځ افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو (ایساف) د راتلونګې تګلارې پر سر غږېږي.

په پام کې ده چې ناټو ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي او ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.

د ناټو سرمشریزې پر مهال په یوه ځانګړې ناسته کې امریکايي ولسمشر بارک اوباما افغان ولسمشر حامد کرزي ته ددواړو هېوادونو د ښو راتلونکو اړیکو ډاډ ورکړی دی.

اوباما ټینګار لري چې "تر ۲۰۱۴ کال وروسته، چې زموږ جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي، له افغانستان سره زموږ ریښتینولي او ګډه همکاري د تل لپاره پاتې وي."

حامد کرزي هم ژمنه کړې، چې د ناټو وتلو وروسته به خپل پوځيان د امنیتي چارو پيټی پورته کړي او د نړیوالو د اوږو بار به نه وي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې او ناټو د همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې "د افغانستان د جګړې ختمېدل غواړي".

په داسې حال د فرانسې په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ژر وتلو اعلان کړی، طالبانو دا ګام ستایلی او دا یې د حقایقو منعکس کوونکی بللی دی.

طالبانو له نورو اروپايي هېوادونو هم له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ایستلو غوښتنه کړې او وايي چې د خپلو ولسو غوښتنې دې پوره کړي.

تلپاتی حل

بل خوا د شیکاګو سرمشریزې ته بلل شوي پاکستاني ولسمشر اصف علي زراري له واشنګټن په پاکستان کې د څارګرو الوتکو د بریدونو دایمي حل غوښتی دی.

د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکي پاکستان کې د څارګرو الوتکو د بریدونو له کبله تړینګلي شوي.

زرداري ټینګار لري چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو پایته رسولو ته دې بنسټیز حل وموندل شي؛ چې په وینا یې "دا بریدونه نه یوازې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته سپکاوی دی، بلکې د ولسيي مرګ ژوبلې له اړخه د پاکستاني ولس غصه ډېروي."

اصف علي زرداري د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره په خبرو کې ویلي چې امریکا باید تېر کال د ناټو په بمبارۍ کې د ۲۴ وژل شوو پاکستاني پوځيانو لپاره غوره معاوضه ورکړي.

ورته مطالب